BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:56 گرينويچ 2008 ,03 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دولس خبرې : دټاکنوخپلواک کميسيون

درايوشمېرنه
دټاکنوخپلواک کميسيون دټاکنو څارنه کوي
د ٧ ١٣٨ کال د غويي د مياشتې په ٢٩ نېټه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون ځنې غړي په دندو وګمارل شول.

په دې لړ کې تياريانې نيول شوي چې د افغانستان د ولايتي شوراګانو او ولسمشر ۍ ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره شي .

د خدايداد په نامه يو کس په دې اړه وايي: "د ټاکنو خپلواک کميسيون داسې يو دفتر دی چې ټاکنې ترسره کوي اوڅارنه يې کوي."

د ټاکنو د تنظيم ګډ دفتر د ولسمشر د فرمان په اساس جوړ شو چې په منځمهاله دوره کې هر راز ټاکنې د بن د معاهدې مطابق اداره کړي.

دټاکنو د خپلواک کميسيون دجوړېدوپه اړه د دارلانشا مرستيال زکريا بارکزی وايي :

"کله چى د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو ټاکنې پاې ته ورسيدې د ټاکنو دتنظيم ګډ دفتر منحل شو او مسؤليتونه يې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپارل شول.

دا کميسيون ٧ کسه غړي لري چې د ولسمشر له لوري د٣ کلونو لپاره ټاکل کيږي اوس به دا غړي د ٥ کلونو لپاره وټاکل شي.

دټاکنودخپلواک کميسيون غړی
دټاکنوخپلواک کميسيون اووه دايمي غړی لري

د ې کميسيون ته ځکه خپلواک وايي چې په حکومت يانوروقوو سره تړاونلري او په خپلواک ډول کار کوي.

دا کميسيون يوه دارلانشا لري او يو پاليسي جوړونکی دايمي ارګان دی اوپه ټولو ولايتونو کې دخپلوڅانګو له لارې کارونه پرمخ بيايي.

د افغانستان د اساسي قانون د ١٥٦ مادې په اساس د ټاکنو خپلواک کميسيون د هر ډول ټاکنو اداره او څارنه کوي .

ښځې او انتخابات د ولس خبرې
ښځې او انتخابات
سرشمېرنه د ولس خبرې
سرشمېرنه
دانتخاباتو سيسټم د ولس خبرې
دانتخاباتو سيسټم
اسلامي کنفرانس د ولس خبرې
اسلامي کنفرانس
د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز د ولس خبرې
د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>