BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:33 گرينويچ 2008 ,19 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: اعتصاب

د ښوونکو اعتصاب
ښوونکو د معاشونو د کموالي لۀ امله اعتصاب کړی دی، غوښتنه لري چې معاشونه يې ډېر شي.
څه موده وړاندې پۀ افغانستان کې د ځينو ښوونځيو ښوونکو د معاشونو د کموالي لۀ امله اعتصاب کړی و، غوښتنه يې درلوده چې معاشونه يې ډېر شي .

د کابل اوسېدونکی انجينير فريد اعتصاب داسې راپېژني:

"اعتصاب د خپلو موخو د لاسته راوړلو يوه لاره او وسيله ده، هغه کسان چې اعتصاب کوي، يا په کاربندۍ لاس پورې کوي او ياهم ډوډۍ نه خوري ".

د باميانو پوهنتون محصله شريفه وايي:"يوه انجلۍ ښوونځی وايي کورنۍ يې نۀ پرېږدي،

ددې لپاره چې خپل هدف ته ورسېږي ډوډۍ نه خوري چې کورنۍ يې ښوونځي ته پرېږدي".

خيرالله د شېوه کيو ولسوالۍ اوسېدونکی او د ښوونځي زده کوونکي وويل، چې د هغوی ښوونکو د اعتصاب پۀ مهال دا خبرې پۀ پام کې نيولې وې:

 بايد اعتصاب کوونکي (٤٠) ساعته د مخه امنيتي کسانو ته خبر ورکړي.

"هغوی د ښوونې وزارت ته د خپل اعتصاب په اړه خبر ورکړی و او همدارنګه يې پۀ اعتصاب کې نورو کسانو ته د ګډون اجازه نۀ ورکوله،

چې اعتصاب يې ګډوډ نکړي او نورو ته يې مزاحمت هم نۀ کاوۀ".

هغه کسان چې غواړي پۀ اعتصاب لاس پورې کړي کومې خبرې بايد پۀ پام کې ونيسي، د علومو اکاډمۍ غړي سيد امين مجاهد وويل:

"د قانون لۀ مخې بايد اعتصاب کوونکي (٤٠) ساعته د مخه امنيتي کسانو ته خبر ورکړي.

پۀ ليکلي متن کې د اعتصاب ځای او هدف بايد روښانه وي او همدارنګه لۀ قانون نه سر غړونه ونکړي.

دفرهنګي، ديني او ملي ارزښتونو درناوی او د خلکوسپکاوی ونکړي او لۀ وسلو نه کار وانخلي،

اعتصاب کوونکي
پۀ اعتصابونو کې ګډون جبري ندی خو اعتصاب کوونکي بايد خپل اعتصاب منظم وساتي.

پۀ اعتصابونو کې ګډون جبري ندی خو اعتصاب کوونکي بايد خپل اعتصاب منظم وساتي".

د قانون لۀ مخې اعتصاب د نظامي ځايونو، منفجره او سوزونکو موادو ذخيروته څرمه، روغتونونو،

وړکتونونو تر څنګ او داسې نوورو ځايونو کې منع دي ځکه چې نورو خلکو ته زيان ونۀ رسېږي.

د سروې يو ووړ ټيمد ولس خبرې
سروی
ښوونځید ولس خبرې
د پرمختيايي شوراګانو دندې
انحصارد ولس خبر
انحصار
په يوه کلي کې د اوبو بمبهد ولس خبرې
انکشافي شوراګانې
په کارونو کې شفافيتد ولس خبرې
شفافيت
د هلمند د ولسواليو شورا غړيد ولس خبرې
د ولسواليو شوراګانې
ښځې او انتخابات د ولس خبرې
ښځې او انتخابات
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>