 | | | دافغانستان داساسي قانون په (٤٣) ماده کې منځنۍ زدکړې جبرې شويدي. |
د هر هېواد حکومت د هېواد د پرمختګ لپاره تر هر څه دمخه د خلکو د سواد او زدکړو په اړه فکر کوي دافغانستان حکومت هم هڅه کوي چې خلکو ته د زکړو زمينه برابره کړي. له همدې امله دافغانستان داساسي قانون په (٤٣) ماده کې منځنۍ زدکړې جبرې شويدي، د کابل ولايت اوسېدونکي ناصر په دې اړه وويل: "د اجباري زدکړو نه موخه داده چې خلک زدکړو ته وهڅول شي نه دا چې په زوراړ شي". سرمحقق حبيب الله رفيع وويل: "د لومړي ځل لپاره پۀ (١٣٠١) کال د امان الله خان د دورې په اساسي قانون کې د اجباري تعليماتو کلمه وکارول شوه، ځکه چې په هغه وخت کې خلکو نه غوښتل، چې ماشومان يې زدکړې وکړي، حکومت مامورين په دندو وګمارل، هغوی به کورونو ته ورتلل او ماشومان به يې په ښوونځيو کې د شاملولو لپاره نيول. هاغه مهال تر شپږم ټولګي پورې زدکړې اجباري وې، خو اوس منځنۍ (نهم ټولګي) پورې زدکړې اجباري شوې دي". د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې په (٢٦) ماده کی راغلي، چې لږ تر لږه بايد لومړنۍ زدکړې وړيا او اجباري وي او همدارنګه حرفوي، مسلکي زدکړې عامې وي.  | | | حکومت اړ دی چې خلکو ته د زده کړې زمينه برابره کړي. |
د کابل ښار اوسېدونکي حفيظ الله د اجباري زدکړو د ارزښت په اړه وويل: "د زدکړو د جبري کېدو ارزښت په دې کې دی چې خلک به مکلف وي چې زدکړو ته مخه وکړي او ګټه ورنه واخلي". د کارپوهانو په وينا په ښوونځيو کې جبري زده کړې د زدکړو او لوستلو ډېره زمينه برابروي. حکومتونه هم اړ دي، چې د هماغه هېواد د قانون پر بنسټ وکړو ته د زدکړو زمېنه برابره کړي. کله چې د يوه هيواد ټول خلک لوستي شي، کولای شي په ښه ډول ژوند او پرمختګ وکړي. |