BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: نړيوال بانک

د نړۍ وال بانګ عمومي دفتر

په نړۍ کې ډېر بانکونه شته، چې بېلابېلې دندې پرمخ بيايي، خلک پۀ کې بانکي حسابونه پرانيزي،

ځينې بانکونه اړو خلکو ته پورونه ورکوي او خلک خپلې پيسې او پانګې هم پۀ بانکونو کې ساتي.

پۀ نړيواله کچه هم يو بانک شته، چې د نړيوال بانک پۀ نامه يادېږي، دا چې دا بانک څۀ ډول بانک دی، پۀ دې اړه د کابل ولايت يو تن اوسېدونکي بلال وويل:

"نړيوال بانک دنړۍ پۀ کچه يو بانک دی، چې د نړۍ هېوادونه يې غړي دي او پۀ ډېرو هېوادونو کې نمايندګۍ هم لري".

د نړيوال بانک پۀ اړه سعيد د ورځني ژوند يوه بېلګه ورکوي: "په کلي کې کليوال يوه اندازه پيسې راټولوي.

بيا هغو پيسو نه يو کليوال ته پور ورکوي او ځينو کسانو سره مرسته هم کوي، نړيوال بانک هم همداسې لۀ هېوادونو سره مرسته کوي".

نړيوال بانک په ١٨٤٥ کال کې جوړ شو او د جوړيدو موخه يې لۀ نړۍ نه د بې وزلۍ ورکول و، چې (١٨٥) هيوادونه يې غړيتوب لري.

نړيوال بانک له نورو بانکونو سره دا توپير لري، چې په نورو بانکونو کې خلک بانکي حسابونه پرانيزي

بې وزله کس
 نړېوال بانک په ١٨٤٥ کې جوړ شو او موخه يې نړۍ نه د بې وزلۍ ورکول و.

خو نړيوال بانک بيا د هېوادونو په کچه يو بانک دی. په افغانستان کې د پانګې اچونې څخه د ملاتړ د ادارې يوۀ غړي سيد مبين شاه د نوموړي بانک د دندو په اړه وويل:

"نړيوال بانک د روغتيا، مخابراتو، پانګې اچونې، زدکړو اوپۀ هغو ټولو برخو کې کار کوي چې په نړۍ کې د بې وزلۍ په ورکولو کې مرسته کولای شي.

نړيوال بانک خپلې کلنۍ غونډې لري، چې د غړو هېوادونو د ماليې وزيران په کې ګډون کوي او د پينځو کالونو لپاره د نوموړي بانک رئيس ټاکي.

نړيوال بانک په يوه هېواد کې مرستې د کوربه هېواد ترڅارنې لاندې ترسره کوي، خپل لګښت د غړو هېوادونو له حق العضويت

او د بډايو هېوادونو له مرستو نه پوره کوي، په بازارونو کې د راکړې ورکړې له لارې هم يوه اندازه عايد لري.

ډنډونه او مرغاند ولس خبرې
د رامسر کنوانسيون
ستراتېژيد ولس خبرې
ستراتېژي
د خصوصي ښوونځی زده کوونکيد ولس خبرې
خصوصي زده کړې
اعتصابد ولس خبرې
اعتصاب
د سروې يو ووړ ټيمد ولس خبرې
سروی
ښوونځید ولس خبرې
د پرمختيايي شوراګانو دندې
په يوه کلي کې د اوبو بمبهد ولس خبرې
انکشافي شوراګانې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>