له ډيرو پخوا وختونو راهيسې انسانانو يولۀ بل سره د اړيکو ساتنې پۀ موخه نورو کليو، ولايتونو او هېوادونو ته سفرونه کول. د مهال په تېرېدو سره دغو سفرونو وده وکړه او د سياحت بڼه يې غوره کړه، خو سياحت څه ته وايي؟ د لغمان ولايت اوسېدونکی بلال وويل: "سياحت له يوې سيمې نه بلې سيمې ته د تلو معنې لري، لکه موږ، چې لۀ لغمان ولايت نه باميانو ته راغلي يو" د باميانو ولايت اوسېدونکی حيدر علي وايي: "همدا چې موږ د بند امير ليدو ته راغلي يو او مېله کوو دا خپله د سياحت يوه بيلګه ده". سياحت عربي کلمه ده ګرځېدو اويو ځای نه بل ځای تګ ته وايي، چې په پښتو کې ورته ګرځندوی وايي. سيلانی هغه څوک دی چې سياحت کوي، دسياحت دډولونوپه اړه د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې چارواکی سيد سليمان سالار وايي: "سياحت کېدای شي فرهنګي، ورزشي، مذهبي، تفريحي، علمي او ياهم اقتصادي وي، لکه:  |   سياحت له يوې سيمې نه بلې سيمې ته د تلو معنې لري.  |
فرهنګي سياحت هغه دی، چې څوک د يوې سېمې پۀ فرهنګ، او دستور باندې د پوهېدا لپاره هغه ځای ته سفر کوي". د سياحت لپاره توريزم او د سياح لپاره د ټورېسټ اصطلاح هم کارول کېږي، د ټوريزم کلمه ( Tourism) د ټور(Tour ) له کلمې اخيستل شوې، چې د ګرځيدو معنې لري. خويو هېواد ته د سياحت او سيلانيانو راتګ څه ارزښت لري؟ شاه ولي چې پخپله هم باميان ولايت ته د سياحت لپاره راغلی داسې وويل: "سيلانيان چې کومې سيمې ته ورځي خپلې ټولې اړتياوې دپيسو پۀ بدل کې لۀ سيمه ييزو خلکو پوره کوي او ددې ترڅنګ هېوادونه له سيلانيانو ماليه هم اخلي." د سياحت يا ګرځندوی بل ارزښت دا دی، چې خلکو ته د کار زمينه برابرېږي او اقتصاد يې ښه کېږي. په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته، چې هر کال لۀ سياحت او سيلانيانو نه ډېر عايد ترلاسه کوي. |