|
د ولس خبرې: رضاکارې شوراګانې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان داساسي قانون دپينځه دېرشمې مادې پربنسټ د افغانستان اتباع حق لري، چې د خپلو مادي او معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي. له دې ځايه واورئ! بايد دافغانستان په بېلابېلو سيمو کې رضاکارې شوراګانې جوړې شي او په ځينو سيمو کې دا شوراګانې جوړې شوې هم دي خودا څه ډول شوراګانې دي؟ دننګرهارد سرۀ رود ولسوالۍ د رضاکارې شورا غړي خان اغا وويل: "خلک په خپله خوښه د دې شوراګانو غړيتوب لري او پرته لۀ کوم امتياز نه کار کوي. د سرۀ رود ولسوالۍ رضاکاره شورا يو مشر، مرستيال او منشي لري، چې دا کسان د شورا د غړو له خوا ټاکل شوي دي." دغه شوراګانې دنده لري، چې د چاپېريال لۀ (٣) مهمو عناصرو لکه: خاوره، هوا او اوبو په ساتنه کې ونډه واخلي. دسرۀ رود ولسوالۍ د رضاکارو شوراغړي عبدلاحدوويل: "زموږ شورا دوه جلا څانګې لري، يوه يې د ارزيابۍ، او بله يې د عامه پوهاوي څانګه ده. د عامه پوهاوي څانګه، د خلکو د پوهولو او هغوی سره د چاپېريال د ښه کېدو په برخه کې د خبرو اترو دنده پر غاړه لري، چې خلکو سره خبرې وکړي او هغوی د چاپېريال د ښه کولو په برخه کې کار ته وهڅوي.
د ارزيابۍ څانګه د ټولو هغو کارونو څارنه کوي، چې په ولسوالۍ کې ترسره کېږي، چې چاپېريال زيانمن نه کړي." د سرۀ رود ولسوالۍ رضاکاره شورا په (١٥) ورځوکې يوځل غونډه لري او په سيمه کې د چاپېريال په برخه کې له ستونزو ځانونه خبروي خو دا شوراګانې د څه له مخې کار کوي؟ عبدالحکيم وايي: "يوه لايحه لرو په هغۀ کې د نوموړو شوراګانو دندې روښانه شوي دي، دا لايحه (١١) مادې لري او ټولې هغه خبرې په کې ليکل شوي، چې د چاپېريال په ښه کېدو کې مرسته کولای شي." که خلک رضاکارو شوراګانو سره د چاپېريال په ساتنه کې ونډه واخلي نود چاپېريال په برخه کې به ستونزې هوارې او رضاکارې شوراګانې به پياوړې هم شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||