BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:05 گرينويچ 2008 ,22 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: نوم ليکنه

نوم ليکنه
د دې لپاره چې د رايو ورکونکو شمېر معلوم شي نوم ليکنه کوي ترسره کيږي.
د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د( ١٣٨٧ ) کال د تلې يا ميزان مياشت پۀ ( ١٥) نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو لپار د نوم ليکنې لومړی پړاو پيل شو.

په افغانستان کې څو ځله دانتخاباتو لپار د خلکو نوم ليکنه شوې او هغوی ثبت شويدي، چې بيا افغانانو د نوم ليکنې په مرسته رايې هم ورکړېدي.

خو د د انخاباتو لپاره نوم ليکنه د کومې موخې د تر لاسه کولو پۀ نيت تر سره کېږي؟

د پروان ولايت اوسېدونکي شاه ولي چې يو ځل مځکې يې هم نوم ليکنه کړې وه په دې اړه وويل:

"چې د رايو ورکونکو شمېر معلوم شي او ټول خلک په انتخاباتو کې د ګډون حق پيدا کړي نواړينه ده،

چې خلک نوم ليکنه وکړي اوکارت واخلي، دا کارت په انتخاباتو کې د ګډون يو اساسي شرط دی ".

که د نوم ليکنې پخواني کارتونه داسې ضايع شوي وي، چې د کارت د خاوند هويت نه روښانه کوي نودا ډول کارتونه د اعتبار وړ نه دي،

درلودونکي يې بايد نوې نوم ليکنه وکړي.خوداخل به د نوم ليکنې مرکزونه په کومو سيمو کې وي؟

د انتخاباتودخپلواک کميسيون وياند او د دارلانشا مرستيال په دې اړه داسې وايي:

د نوم ليکنې دفتر
د نوم ليکنې لپاره د ښځو لپاره بېل او د نارينوو لپاره بېل مرکزونه وي.

"د کوچيانو لپاره ځانګړي د نوم ليکنې مرکزونه او په هرې ولسوالۍ کې به له (٢) نه تر (٦) پورې ثابت مرکزونه وي، د ښځو او نارينوو لپاره به جلا د نوم ليکنې ځايونه وي".

د نوم ليکنې د پخواني کارت د معتبر شمېرلو سره به نوم ليکنه په څلورو مرحلو کې پيليږي،

چې په هر مرحله کې ځينې ولايتونه په پام کې نيول شوي دي او هره مرحله به يوه مياشت دوام کوي.

لۀ نوم ليکنې پرته پۀ انتخاباتو کې ګډون ناشونی دی، نو که يو څوک د انتخاباتو تر پيليدا پورې اتلس کلن کېږي،

يايې کارت ورک کړی وي يا يې د استوګنې سيمه بدله کړې وي، يا هغه کسان چې، له کډوالۍ نه راستانۀ شوي وي او کارت ونه لري نو دوی کولای شي،

چې د خپل هويت د يوه سند لکه تذکرې په ښولو سره په دې نوم ليکنه کې برخه واخلي .

توربازارد ولس خبرې
توربازار
:ملي پارک ( دامير بند)د ولس خبرې
ملي پارک
باميانو ته سياحتد ولس خبرې
سياحت
اجباري زده کړېد ولس خبرې
اجباري زدکړې
نړيوال بانکد ولس خبرې
نړيوال بانک
ډنډونه او مرغاند ولس خبرې
د رامسر کنوانسيون
ستراتېژيد ولس خبرې
ستراتېژي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>