BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:11 گرينويچ 2008 ,26 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: فدراسيون

د فوټبال فدارسيون

فدراسيون يوه لاتين کلمه ده، چې د تړون معنی لري اوپه اصطلاح د هغو خپلوا کو ادارو اوحکومتونو يو ځای کېدو ته وايي چې يو دواحد مرکز له خوا اداره کېږي.

سردار وايي: "فدراسيون د بېلابېلو خپلواکو ادارو، هېوادونو او شوراګانو راغونډېدو ته وايې، چې د يوې مرکزي ادارې تر سيوري لاندې راټولېږي".

د کابل پوهنتون استاد ودير صافي وويل:"فدراسيون د هغو هېوادونو راټولېدو ته وايې، چې په فدرالي ډول د يوۀ مرکزي حکومت تر سيوري لاندې راټول شوي وي.

يعنې پۀ خپلو کورنيوچارو کې خپلواکه وي خو په بهرني سياست کې ونډه نۀ لري، بهرنی سياست يې دمرکزي حکومت له خوا پرمخ بيول کېږي."

نوموړي زياته کړه : " داهېوادونه يو اساسي قانون اوځانګړی پولي واحد لري.

دا هېوا دونه، چې ايالتونه ورته ويلای شو په داخل کې خپلواکه وي خو بهرنی سياست يې د مرکزي حکومت له لوري پرمخ بيول کېږي ".

فدراسيون
فدراسيون
 د فدراسيونونو لۀ جوړېدو نه هدف د ژوند د هرې برخې پرمختګ دی.

فدراسيونونه کېدای شي پۀ هره برخه کې جوړ شي، لۀ ټولنېزې برخې نه نيولې ان تر سياسي برخو پورې، د بېلګې پۀ ډول:

د يوۀ هېواد د فوټبال فدراسيون، چې بيا د فيفا د نړيوال فدراسيون تر سيورې لاندې کار کوي.

دپاکستان هېواد،چې په ايالتونو ويشل شوی اوهر ايالت يې د هېواد دننه خپلواکي لري خو بهرنی سياست يې د مرکزي حکومت لۀ خوا پرمخ بيول کېږي دفدراسيون بېلګی دي.

فدراسيونونه د ژوندانۀ د بېلابېلو برخو د پرمختګ لپاره جوړېږي.

نوم ليکنهد ولس خبرې
نوم ليکنه
توربازارد ولس خبرې
توربازار
:ملي پارک ( دامير بند)د ولس خبرې
ملي پارک
باميانو ته سياحتد ولس خبرې
سياحت
اجباري زده کړېد ولس خبرې
اجباري زدکړې
نړيوال بانکد ولس خبرې
نړيوال بانک
ډنډونه او مرغاند ولس خبرې
د رامسر کنوانسيون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>