ولسي جرګه اتلس دايمي کمېسيونونه لري چې هر کمېسيون ته د ستونزو د جديت پۀ تناسب دندې ورکول شوې دي. دا چې ولې ولسي جرګه پۀ کمېسيونونو ويشل شوې ، اسدالله چې د لوګر ولايت اوسېدونکی او پۀ همدغه ولايت کې ښوونکی هم دی وويل: " د هر چا کار معلوم وي،داسې ده لکه کور جوړول، خټې يې خټګرکوي، کړکۍ او دروازې يې نجار جوړوي، او رنګ رنګمال ورکوي . کمېسيونونه هم د بېلابېلو کارونو د پر مخ بيولو لپاره دي، لکه د اقتصادي چارو لپاره د اقتصاد کمېسيون اوداسې نور" دا چې نوموړي کميسيونونه پۀ عمومي او بنيادي توګه کومې دندې لري، د ولسي جرګې غړې مېرمن شکريې بارکزۍ وويل: " د ولسي جرګې کمېسيونونه پۀ عمومي ډول قوانين څېړي، پۀ هغو کې د تعديل د وړا نديز دنده لري او د حکومت کارونه څاري" دغو کمېسيونونو ته د ولسي جرګې د مشرتابۀ او همدارنګه د حکومت لۀ خوا دندې سپارل کيږي چې د حکومت کارونو ته پکې لومړيتوب ورکول کېږي.  | | | ولسي جر ګه د کار د ويش لپاره پۀ کمېسيونونووېشل شوې ده. |
دا چې عام خلک هم دغو کمېسيونونو ته د خپلو ستونزو او شکايتونو د رسولو لپاره تلای شي که نه، مېرمن شکريې بارکزۍ وويل: " د ولسي جرګې د شکاياتو د اورېدو کمېسيون ته پۀ زرګونو شکايتونه راغلي او حل شوي دی اونورو کمېسيونونو ته هم خلک مراجعه کولای شي " ولسي جرګه کله نا کله د اړتىا پر اساس موقتي کمېسيونونه هم جوړوي چې د ستونزود حل پۀ صورت کې بېرته لۀ مېنځه ځي . |