دژونداوزده کړې له لړۍ
|  |
ددې لپاره چې پۀ يوهېوادکې دخلکو ژوندښۀ شي نودولتونه سوداګرواو پانګه اچوونکو ته دکار زمينې برابروي اوپۀ دې برخه کې ډېرې ادارې پۀ کارګوماري. لکه: بانکونه، توليدي شرکتونه او فابريکې. پۀ افغانستان کې هم داسې ادارې ډېرې دي، چې يوه يې هم د ايسا اداره ده. دا چې دا اداره څه ډول اداره ده؟ د کابل پوهنتون محصله شيما يې په اړه وايي: "ايسا پانګه اچوونکو ته جواز ورکوي او هغوی ته اسانتياوې برابروي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي". دايسا اداره پۀ (١٣٨١) کې جوړه شوه، دا څۀ ډول ادراه ده او د کوم هدف لپاره جوړه شوېده؟ د ايسا ادارې د پاليسۍ د رياست مشر سيد مبين شاه وويل: "ايسا يوه دولتي اداره ده او پۀ هېوادکې د پانګې اچوونې د هڅولو پۀ موخه جوړه شوې ده، هڅه کوي چې بهرني او کورني پانګه اچوونکي جلب کړي. ايسا د خصوصي پانګه اچوونې دقانون لۀ مخې کار کوي، د همدغه قانون پر بنسټ د نوموړې ادارې مشر د ولسمشر لۀ خوا په دنده ګمارل کېږي".  |   د ايسا اداره پۀ افغانستان کې د پانګې اچوونې څخه د ملاتړ پۀ موخه جوړه شوې.  |
د ايسا اداره د افغانستان د خصوصي پانګې اچوونې د قانون پر بنسټ د خپل کار راپور د پانګوونی عالي کميسيون، چې د بېلابېلو وزارتونو لۀ وزيرانو جوړ شوی، ورکوي. نوموړې اداره دنده لري چې ټولوکورنيواو بهرنيو پانګه اچوونکو ته د کارجواز او مالومات ورکړي او همدارنګه هغه اسانتياوې ورته برابرې کړې چې اړتيا ورته لري. د ايسا اداره پۀ هېواد کې د پانګې اچوونې نه د ملاتړ پۀ موخه جوړه شوې، چې پۀ کې پانګوالو ته د جوازونو ورکول او د شرايطو برابرول شامل دي. نو پۀ افغانستان کې چې هر څوک غواړي پانګه اچوونه وکړي، ورته لازمه ده چې د نوموړې ادارې لۀ لارې پرمخ لاړشي. |