BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:15 گرينويچ 2008 ,24 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د سفما سازمان

سفما

سفما يا د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو سازمان دجنوبي اسيا دهېوادونو ترمنځ يوه ټولنه ده چې پۀ غړو هېوادونو کې د ژورناليستانو د ودې لپاره کارکوي.

دا ټولنه دغړوهېوادونوستونزو ته د هوارۍ لارې چارې لټوي او دژورناليستانو تر مينځ يې اړيکې ټينګوي.

د افغانستان پۀ ګډون بنګله دېش، سريلانکا، بوتان،نيپال، پاکستان، هند او مالديف هېوادونه د سفما غړيتوب لري.

د کارونود ښه ترسره کولو لپاره پۀ نړيواله او ياهم د يوۀ هيواد په کچه ټولنې جوړيږي، چې پخپلو کې د موضوع پۀ اړه سلا او مشورې کوي.

داکار لۀ يوه پلوه شته ستونزې هواروي او لۀ بله پلوه د بېلابېلو ټولنواو خلکو تر منځ اړيکې ټينګوي. سفما هم همداسې يوه ټولنه جوړوي .

خوداچې خلک په دې هکله څه نظر لری ،زموږيو تن هېوادوال، مجاهد، وويل:

"زموږ پۀ کلي کې د بېلابېلو کليو، بېلابېلې شوراګانې سره راټولې شوي، چې يولۀ بل سره همکاري وکړي او د کليوالو ستونزې هوارې کړي".

سفما
افغانستان،بنګله دېش، سريلانکا، نيپال، پا کستان، هند او مالديف د سفما غړيتوب لري.

د سفما سازمان عمومي منشي رحيم الله سمندر وويل:

"دسفما څانګه پۀ افغانستان کې پۀ (٢٠٠٦) کال کې پرانيستل شوه او افغانستان اوس د نوموړي سازمان غړيتوب لري اوپه ټول هېوادکې ٢٥٠ غړي لري.

د سفما سازمان اداري هيئت د سفما د غړو له خوا په انتخابي ډول ټاکل کيږي. د نوموړي سازمان مرکز د بنګله ديش په هېواد کې دی".

د ايسا ادارهد ولس خبرې
د ايسا اداره
ډيپلوماتد ولس خبرې
ډيپلومات
رضاکارې شوراګانېد ولس خبرې
رضاکارې شوراګانې
د فوټبال فدارسيوند ولس خبرې
فدراسيون
نوم ليکنهد ولس خبرې
نوم ليکنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>