BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:27 گرينويچ 2009 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: کوپراتيف

دامېل کوپراتيف

د کابل ولايت د دۀ سبز د سيمې دامېل په نامه کوپراتيف د همدغې سيمې د ښځو پۀ مټ دکرنيزو او مالدارۍ ستونزو د حل لپاره جوړ شوی.

جميله چې ددغه کوپراتيف غړې ده وايي: " سر بېره پۀ کرنې او مالدارۍ مونږ غواړو چې دا کوپراتيف د زده کړې په برخه کې هم ګټور تمام شي."

دا چې نوموړی کوپراتيف څومره غړي لري او پۀ کومو شرايطو يو څوک کولای شي ،هوګۍ امېل، چې ددغه کوپراتيف مشره ټاکل شوې ده وايي:

" نژدې سل ښځينه غړي لري ، سربېره پر ښځو نارينه هم پکې شامل شوي چې د سيمې د ټولو خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

يو څوک چې اتلس کلن وي ، يوه اندازه ځمکه يا باغ ولري يا داسې حويلي ولري چې د کرنې د پاره پکې ځای وي کولای شي ددې کوپراتيف غړی شي. "

هره ټولنه چې جوړه شي نو يوې ادارې ته اړتيا لري. ددې کوپراتيف د ادارې پۀ هکله هوګۍ امېل وويل:

دامېل کوپراتيف
دامېل کوپراتيف غړي د سيمې د ټولو خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

" زمونږ کوپراتيف د غړيو له خوا يوټاکل شوی مشر، رئيسه هيئت او د نظار هيئت لري .

په تېرواتو مياشتوکې موله بېلابېلو موسسوڅخه دغواګانولپاره دپوراخيستلواوچرګانو دروزنې پروژې ترلاسه اويوشمېرنورکارونه مو ترسره کړي دي."

دکوپراتيفونوجوړول سړي ته ددې موقع ورکوي چې په ګډه کاروکړي اويودبل له تجربوګټه واخلي اوکارونه په تفاهم ترسره شي.

استجوابد ولس خبرې
استجواب
دولسي جرګې کميسيونونهد ولس خبرې
د ولسي جرګې کمېسيونونه
سفما د ولس خبرې
د سفما سازمان
د ايسا ادارهد ولس خبرې
د ايسا اداره
ډيپلوماتد ولس خبرې
ډيپلومات
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>