BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:10 گرينويچ 2009 ,21 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دولس خبرې: د کرکټ نړېواله شورا

د کرکټ نړيواله شورا

د کرکټ نړېواله شورا يا ICC په 1909 زېږديز کال په لندن کې د انګلينډ، استراليا او جنوبي افريقې د هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

لومړنی نوم يې د کرکټ شهنشاهي کنفرانس و، وروسته د کرکټ نړېوال کنفرانس شو اوپه پای کې يې نوم د کرکټ نړېواله شورا شوه.

دا چې افغانستان کله د کرکټ د نړېوالې شورا غړی شو، دافغانستان د کرکټ بورډ مشر الله داد نوري وويل:

" مونږ لومړی نژدې دولس ديارلس کاله وړاندې د کرکټ لوبه پۀ خپل هېواد کې رسمي کړه. بيا مو ټول اسناد د کرکټ نړېوالې شورا ته واستول.

کله چې هغوئ په 2001 کال کې دپاکستان هېوادکې زمونږ لوبه وليده ،په خپلې شورا کې يې و منلو"

د کرکټ نړېواله شورا له هغو هېوادونو سره ، چې د کرکټ لوبې پکې نوې ترسره کېږي ، مرسته کوي چی د کرکټ د پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي.

دکرکټ نړېواله شورا
افغانستان په ٢٠٠١ عيسوي کال کې دکرکټ دنړيوالې شورا غړيتوب تر لاسه کړ.

خو د کرکټ د نړېوالې شورا د بېلګې نه زمونږ کليوال خلک د خپلې سيمې د پرمختګ لپاره څه زده کولای شي؟ نورعلم فريد وويل:

" زمونږ کليوال کولای شي په هغو برخو کې چې ددوئ په سيمه کې يې ښه امکانات وي لکه د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې همدا سې شورا ګانې جوړې کړي.

د يو کس خبرو ته خلک دومره غوږ نه نيسي لکه د شورا خبرو ته چې يې نيسي ځکه چې هغه د خلکو ټولګه ده."

خصوصي سکتورد ولس خبرې
خصوصي سکتور
کوپراتيفد ولس خبرې
کوپراتيف
استجوابد ولس خبرې
استجواب
دولسي جرګې کميسيونونهد ولس خبرې
د ولسي جرګې کمېسيونونه
سفما د ولس خبرې
د سفما سازمان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>