جمهور يوه عربي کلمه ده چې د خلکو ، ولس يا د خلکو د يوې ډلې معنی لري، کله چې جمهوري شي نو بيا ولسي معنی ورکوي. ځېنې خلک پدې عقيده چې لومړی جمهوري نظام د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد( ص ) مينځ ته راوړی ځکه چې خلفای راشدين د خلکو په خوښه ټاکل کېدل. ځېنې نور بيا وايي چې په نړۍ کې لومړی جمهوري نظام په پخواني روم او يونان کې مېنځ ته راغلی دی. خو په اوسنۍ بڼه جمهوري نظام څه باندې دوه سوه کاله وړاندې د فرانسې تر انقلاب وروسته په دغه هېواد کې رامنځته شو. عطامحمد د کابل د شېوکيو د سيمې يو تن بزګر د جمهوري او شاهي نظامو نو تر مېنځ د توپير په هکله وويل: "شاهي نظام ميراثی وي اوټول واک د شاه وي او په جمهوري کې خلک ددولت مشر ټاکي او هغه هر کار د پارلمان په مشوره کوي." د جلال آباد يو تن اوسېدونکي امېدالله اخندزاده وويل:" جمهوري نظام دوه ډوله وي: پارلماني او رياستي .  | | | په اوسنۍ بڼه جمهوري نظام څه باندې دوه سوه کاله وړاندې په فرانسه کې رامنځته شو. |
په لومړي ډول کی خلک د پارلمان وکيلان ټاکي او هغوی بيا ولس مشر او صدراعظم ټاکي خو په رياستي کې خلک ديوې ټاکلې مودې لپاره ولس مشر ټاکي" په جمهوري نظام کې ولس مشر يوازې د اجرائيه قوې مشر وي او مقننه او قضائيه قوې خپلواکې وي. په افغانستان کې جمهوري نظام د لومړي ځل لپاره په ١٣٥٢ کال کې د سردار محمد داوود لخوا منځته راغی. |