جمهوري نظام دوه ډولونه لري، يو يې رياستي نظام چې په افغانستان کې موجود دی او بل يې پارلماني نظام دی . پارلماني نظام هغه ته وايي چې هلته يوازې د پارلمان وکيلان د خلکو له خوا ټاکل کيږي او هغوي بيا ولس مشر او صدراعظم ټاکي. په دې نظام کې پارلمان د ولس مشر په پرتله ډېر صلاحيت لري. ددې نظام دجوړښت په هکله د افغانستان د ولسي جرګې غړې صفيې صديقي وويل: " د پارلماني نظام جوړېدل بايدپه اساسي قانون کې درج شي چې په افغانستان کې دا واک لويه جرګه اوپه نوروهېوادونوکې يې ټولپوښتنه لري. خو د ځينو هېوادونو په پارلمان کې هم دا پرېکړه کېدای شي. په پارلماني نظام کې د ولس مشر واک سمبوليک وي.  | | | په پارلماني نظام کې وکيلان د خلکو له خوا ټاکل کيږي او هغوي ولس مشر او صدراعظم ټاکي. |
په دې نظام کې تر ولس مشر، صدراعظم ډېر واک لري ځکه چې هغه دهماغه ګوندڅخه وي چې په پارلمان کې اکثريت لري. کله ناکله خپله صدراعظم د پارلمان مشر هم وي. په پارلماني نظام کې د حکومت وزيران د پارلمان له وکيلانو څخه ټاکل کېږي " په رياستي نظام کې ولس مشر د مقننه، اجرائيه او قضائيه قواوپه سر کې وي خو په پارلماني نظام کې دا دنده د پارلمان په غاړه وي. |