د افغانستان د اساسي قانون تر تصويب وروسته ددولتي پوهنتونوترڅنګ،د لوړو زده کړو خصوصي موسسې هم رامنځته شوي دي. خوبياهم دوی د دولسمو ټولګيو د ټولو فارغانو د منلو امکانات نلري چې له امله يې ډېری زده کوونکي د لوړو زده کړو د ديپلوم له ترلاسه کولو محرومېږي. ځينې د ديپلوم کلمه يوناني بولي چې کات شوي کاغذ ته ويل کېدله او د روم پۀ امپراطورۍ کې يې کات شوي پاسپورت يا توصيه ليک ته ويل . خويوشمېريې لاتيني کلمه ګڼی. ديپلوم په افغانستان کې پۀ دريو ژبو: پښتو دري او انګليسي ليکل کېږي . ديپلوم د لوړو زده کړو يو سند دی چې د خپل هېواد ترڅنګ ،پۀ نورو هېوا دو نو کې هم ترې د کار موندنې لپاره کار اخېستل کېدای شي. څېړنوال حفيظ الله حداد، د علومو اکاډېمۍ علمي غړی وايي چې د کابل پوهنتون تر جوړ ېدو مخکې افغانانو لۀ ترکيې او هند څخه ديپلومونه راوړل.  | | | ديپلوم د لوړو زده کړو يو سند دی چې په هرهېواد کې ترې د کار موندنې لپاره کار اخېستل کيږي. |
د تحصيلي درجې لۀ مخې د لوړو زده کړو په موسسو کې درې ډوله ديپلومونه ورکول کېږي ، ليساينس، ماسټرۍ او ډاکټري . د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او د دولتي پوهنتونونو د ديپلومونو تر مينځ کوم توپير نشته، دواړه د لوړو زده کړو د وزارت له خوا تائيدېږي. دديپلوم د تر لاسه کولو لپاره بايد يو تن د مکتب شهادت نامه ولري او د لوړو زده کړو يو معين کورس يې په برياليتوب سره ترسره کړی وي. |