BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:02 گرينويچ 2009 ,04 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : سلاکار وزير

سلاکار وزير
سلاکاروزير ولسمشر ته په ځانکړې برخه کې سلا مشورې ورکوي خو اجراييوي ځواک نۀ لري.
افغان ولسمشر پۀ بېلابېلو برخوکې سلاکار وزيران او مشاورين لري، خو خلک د سلا کار وزير پۀ اړۀ څۀ نظر لري؟

دپکتيا ولايت اوسېدونکي ، آرين خان، له خولې سلاکار وزير هغه چاته ويل کيږي چې ولسمشر ته پۀ ځانګړوچارو کې مشوره ورکوي.

دا چې سلاکار وزير پۀ اصل کې چاته ويل کېږي، د چارو د ادارې د څارنې او روزنې رييس، استاد نجبيب الله امين، يې پۀ اړه وويل:

" هغه څوک دی چې ولسمشر ته په خپله ځانکړې برخه کې سلا مشورې ورکوي، مافوق رتبه پوست کې کارکوي خو اجراييوي ځواک نۀ لري".

د قومونو ،قبايلو او کوچيانو پۀ برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار وزير، انجينير وحيد الله سباوون ،د خپل کړي کار پۀ اړه وويل:

"دکوچيانو او ځايي خلکو تر مينځ شخړې هواروويې ، پۀ خوست کې موپۀ څړځاې باندې د نيازي کو چيانو او ځايي خلکو ستونزه ، حل کړه.

 سلاکار وزير دخلکوترمنځ راپيداشوې ستونزې هم هواروي.

دا چې د يوۀ وزرارت وزير او د سلاکار وزير پۀ دندو کې څۀ توپير وي، استاد امين وا يي چې د وزرات وزير د کابينې غړی وي.

اجرايوي ځواک لري،لۀ پار لمان نه د تاييد رايه اخلي، پۀ کابينه کې د يوې رايي ورکولو حق لري خو سلاکار وزير دا ځانگړتياوې نۀ لري.

کنترول اوتفتيشد اولس خبرې
دکنترول اوتفتيش اداره
دافغانستان دپارلمان ودانۍد اولس خبرې
پارلماني خونديتوب
ټولټاکنېد اولس خبرې
په ټاکنوکې د ښځو ونډه
اربکي د ولس خبرې
اربكي
کوکنارد ولس خبرې
نشه يې توکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>