اربکي يو قومي جوړښت دى چې معمولاً دافغانستان په جنوبي ولايتونوکې، د ډېرو مهمو مسايلودحل لپاره، دمېشتوقومونوله خوا جوړېږي. له اربكيوڅخه ډېری وخت د خپل منځي شخړود منځګړتوب،د سيمې دملي شتمنيو د سا تنې اوبهرني تېري د مخنيوي لپاره کاراخيستل کېږي. اربکي منظم جوړښت لري، په څوډلووېشل کېږي ، هره ډله يې يومشرياميرلري چې د قومي مشرانوپه اتفاق ټاکل کېږي. دافغانستان دعلومواکاډمۍ مسلکي غړی ،څېړنوال محمدعارف غروال پدې اړه وويل: "اربکي دقومونوترمينځ دستونزود له مينځه وړلواو دهغوی ديوموټي ساتلوپه موخه جوړيږي. ددې قواوودنده دغرونودځنګلونوپه سرد را پيدا شوو لانجوحل، دلويو لارودجوړولوپه مهال دامنيت ټينګښت اوځيني نوردي ."  |  اربکي يوقومي جوړښت دی چې دځانګړو ستونزودحل لپاره جوړېږي.  |
ددولتي وسله والو ځواکونو سره داربكيو دتوپيرپه اړه دکورنيوچارووزارت پخواني کارکوونکي ،ميرزمان وفاداروويل: "اربکي معاش نه اخلي، دځانګړو ستونزولپاره په داوطلبانه ډول جوړېږي چې دستونزې ترحل وروسته خپلوکورونو ته ځي." |