ليدا ساپۍ د افغانستان دتعليمي موسسې د خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | دکوچکين ولسوالۍ يوشمېرخلکودښوونځي لپاره په خپلوپيسو انګړپه کرايه نيولی دی. |
د افغانستان د اساسي قانون د( ٤٥مې) مادې له مخې زده کړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دی، خو لا هم ددې هېواد په يوشمېر ليرې پرتوسيموکې نجونې دزده کړې له حق نه بې برخې دي. دپوهنې وزارت دمسلکي او تخنيکي مسوولينود مالوماتو پربنسټ نن سباپه ټول هېوادکې نېږدې (٤٤٦ ) ښوونځي تړل شوي دي. ددې کار دلاملونوپه اړه دټولنيزو چارو کارپوه، شفيق وردک دامنيت نشتوالی اوپه کليوالو سيمو کې دښوونځيو ليرېوالی وښود. ددې ترڅنګ دخلکو د سواد دکچې ټيټوالی او په ټولنه کې دناوړو دودونو شتون هم ښوونځيوته دنجونودتګ په لار کې خنډونه جوړوي. ددې ناخوالو ډېری قرباني نجوني دي، چې په په پايله کې يې په سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او نورو مسايلو کې له ګڼوستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي.  | | | د افغانستان د اساسي قانون د( ٤٥مې) مادې له مخې زده کړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دی. |
يوشمېر خلکوبيا دې ستونزې ته دحل لار موندلې ده. پدې اړه ، دپروان ولايت دکوچکين ولسوالۍ اوسېدونکي، حاجي جان آغا وويل: "زموږ کليوالو په خپلو پيسو دنجونودښوونځي لپاره يوانګړ په کرايه نيولی دی، چې (۴۵۰) نجونې پکې په زده کړه بوختې دي." که چېرې نجونې زده کړې وکړي، دسبا ورځې پوهې ميندې ټولنې ته وړاندې کيږي، چې بيا دخپلو اولادونو په ښوونه او روزنه او دوطن په آبادۍ کې فعاله ونډه اخيستلی شي. |