 | | | کوچني پورونه هغه چاته ورکول،چې يو کار او کسب يې زده خو پا نګه ونلري. |
په افغانستان کې يوشمېرداسې کسان شته، چې کسب او کار زده دی، خو د کار دپيل لپاره پانګه نلري، چې ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره کوچنيو پورونوته مخه کوي. د کابل د تايمني اوسېدونکې، زيباګل دخپل خاوندددکاندارۍ دپرمختګ لپاره له يوه بانک نه پيسې پور کړې، چې اوس يې کاروبارغوړېدلی دی. ددې ترڅنګ يوشمېرکسانو په پورکې زيان هم کړی دی، چې يو له دې کسانو نه اميد دی، چې دکابل په منډوي کې رخت پلورنځی لري. نوموړي دپور په پيسو له بهرنه رختونه واردخو زيان يې پکې وکړ او دپورپيسې يې هم په خپل وخت ادا نشوای کړای.  | | | له کوچنيو پورونو سم کار اخيستل دپانګې دډېرېدو لامل کيږي. |
دکوچنيو پورونو ورکوونکي بانک د يوه سيمه ييز دفتر مشرې ناديې شريفي وويل، چې پور اخيستونکي ته ښايي په يوه مناسب کارپانګونه وکړي. پور اخيستونکي اړ دي، چې هره مياشت بانک ته يوه اندازه پوربېرته وسپاري په غېر له هغې دمياشتنۍ جريمې ورکولو ته اړ کيږي. |