BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:50 گرينويچ 2012 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د ځمکې غصب

 د ځمکې غصب
ددولتي اوشخصي ځمکو غاصبين دعدلي او قضايي تعقيب لپاره اړوندو مراجعو ته ور وپېژند کيږي.
په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره هڅه کوي، چې د اداري فساد جرړې وباسي خوبياهم ددې هېواد په مرکزاوځينو ولايتونوکې يوشمېرخلک په جعلي اسنادو دولتي اوشخصي ځمکې لاندې کوي.

امين الله دننګرهار دکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وويل، چې دهغوی شخصي ځمکه چې شرعي قواله هم لري، له څو کالونوراپدېخوا زورواکولاندې کړېده.

ددې کارلاملونه د ځمکې دبيې لوړېدل اوديوشمېر زورواکانو له خوا د دولتي او شخصي زور نه دهغوی ناوړه ګټه اخيستل دي.

ددولتي اوشخصي ځمکو غصب يولړ ناوړه پايلې هم لري، چې خلک له زياتو زيانونوسره لاس او ګرېوان کوي.

زموږ ددې خبرو غوره بېلګه دخوست ولايت هغه دولتي ځمکه ده، چې خلکو پکې مارکېټونه جوړ کړي وو.

پدې وروستيو وختونوکې دولت ياد مارکېټونه ړنګ او دهوايي ډګر دجوړېدو چارې يې پيل کړې، چې څښتنان يې له زيات اقتصادي زيان سره مخ شول.

ددولتي او شخصي ځمکوله غصب په اړه دکابل ښاروالۍ دملکيتونو رييس فريدون رشيدي داسې وويل:

"که چېرې هرڅوک په خپل سر دولتي ځمکې لاندې کړي، ښاروالي نه شي کولای خپل ماستر پلان تطبيق کړي.

دځمکې غصب
په جعلي اسنادو دځمکوغصب له قانون نه ښکاره سرغړونه شمېرل کيږي.

ددې کار څخه دمخنيوي په موخه دکابل ښاروالۍ، ماليې او کرنې وزارتونو له خوا د اسکان د مقررې دشپږمې مادې پربنسټ يو ګډ هيات رامنځته شوی دی.

هيات دنده لري، چې شخصي او دولتي ځمکې دغاصبينوله ولکې آزادې او غاصبين دعدلي او قضايي تعقيب لپاره اړوندو مراجعو ته ور وپېژني."

د ښځو نړيواله ورځد ابادۍ غږ
د ښځو نړيواله ورځ
کوچني پورونهد آبادۍ غږ
کوچني پورونه
د کوکنارو د کښت له منځه تللد آبادۍ غږ
د کوکنارو د کښت له منځه تلل
د کوکنارو نېشتر وهل د آبادۍ غږ
د کوکنارو نېشتر وهل
د معتادينو درملنهد ابادۍ غږ
د معتادينو درملنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>