ليداساپۍ دبي بي سي دتعلميمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | کورنۍ او دوستان دمعتاد سره دنشې په پرېښودلو کې اړينه مرسته کولی شي. |
په افغانستان کې دولت اويو شمېرغير دولتي ادارې هڅه کوي، چې دنشه يي توکوکر او توليد له منځه يوسي،څوپدې توګه خلک له نشې مخ وګرځوي. له دې سره سره بياهم زيات شمېرکسان پدې هېواد کې په بېلابېلو نشه يي توکو اخته شوي، چې درملنه يې هم لويه ستونزه شمېرل کيږي. هغه کسان چې نشه کوي له اروايي پلوه ډېر کمزوري وي، چې له دې کبله په يوازي ځان د نشې دپرې پرېښودلو پرېکړه نه شي کولای. کورنۍ او دداسې کسانو دوستان دمعتاد کس سره دنشې په پرېښودلو کې اړينه مرسته کولای شي.  |  معتاد له اروايي پلوه کمزوری او پخپله پرېکړه نشي کولای.  |
که چېرې په ټولنه کې نشه يي ته دروغ انسان په سترګه وکتل شي او په هره برخه کې ورته فعاله ونډه ورکړل شي، له نشې به زړه توري اوبيا به پرې نه اخته کيږي. |