 | | | ديني عالمان کولی شي داسلام دسپيڅلي دين په رڼاکې خلک دنشه يي توکوپه زيانونو وپوي. |
دنشه يي توکوقاچاق د افغانستان په بېلابېلو سيموکې صورت مومي، چې ستر لاملونه يې دخلکو دپوهې دکچې ټيټوالی اوله دې لارې دډېرو پيسوترلاسه کول ښودل کيږي. د نشه يي توکو کاروبار کوونکوته دجزا په اړه ددې هېواد دنشه يي توکوپروړاندې دمبارزې وزارت دکولمبوپلان مسوول شمس الاسلام ياسرداسې وويل: "هغه کسان، چې دنشه يي توکوقاچاق کوي هغوی ته بېلابېلې سزاګانې ټاکل شوي، چې له بندنه نېولې ان تر اعدام پورې يې خبره رسيږي." ددې ترڅنګ دداسې کسانو کورنۍ هم له راز، راز ستونزو سره او ګرېوا ن کيږي، خو ددې ستونزې مخنيوی څه دی؟  | | | دخلکو دپوهې دکچې ټيټوالی دنشه يي توکودکر سترلامل ګڼل کيدای شي. |
تر ټولو لومړی ديني عالمان کولای شي داسلام دسپيڅلي دين په رڼاکې دنشه يي توکو دکاروبار په زيانونوخلک وپوهوي او هغوی دحلالې روزي پيداکولوته وهڅوي. ددې ترڅنګ دکورنۍ مشران او قومي سپين ږيري هم دنده لري، چې پدې برخه کې وړ ګامونه پورته او خلک دنشه يي توکوپه زيانونووپوهوي. |