BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:17 گرينويچ 2012 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: په نشه روږدي ځوانان

په نشه روږدي ځوانان
په نشه روږدي ځوانان په پای کې له کورنۍ او ټولنې بېل اورواني حالت يې هم خرابيږي.
وروستيو څېړنو ښودلې، چې په افغانستان کې ديو مېليون په شاوخوا کې کسان په نشه يي توکوروږدي دي، چې ډېری برخه يې ځوانان دي.

کورنۍ او ټولنه دواړه د انسان په روزنه کې اړينه ونډه لري ، چې په حقيقت کې همدا دواړه د انسان شخصيت جوړونکي دي.

که چېرې په کورنۍ ياهم ټولنه کې داسې څه پېښ شي، چې دځوانانوله خوښې سره سم نه وي،هغوی يولړ ناخوالوته اړباسي.

له دې ناخوالونه يوه هم په نشه يي توکو دهغوی روږدي کېدل دي.داچې ددوی د روږدي کېدو نور لاملونه څه دي،ارواپوه شرف الدين رحيمي وويل:

له بدو او په نشه يي توکو له روږدو کسانوسره ناسته پاسته ځوانان په نشه روږدي کېدوته اړباسي.

ددې ترڅنګ په نصوارو او سګرټو اخته کېدل هم په نورو نشه يي توکود روږدې کېدو لامل کيږي، چې پايله يې له کورنۍ او ټولنې نه جلا والی اوبې خبره مړينه ده.

په نشه روږدي ځوانان
په افغانستان کې ديو مېليون په شاوخوا کې کسان په نشه روږدي دي، چې ډېره برخه يې ځوانان دي.

په نشه يي توکو روږدي ځوانان په ټولنيز، اقتصادي، سياسي او فرهنګي برخو کې له زياتوستونزو سره مخ کيږې.

هغوی کار او کسب نه شي ترسره کولای ، له دې امله اړ کيږي، چې غلا ته لاس ور اوږد کړي.

ددې لپاره، چې خپل ځوانان مو په نشه يي توکوله روږدي کېدو ژغورلي وي، دهغوی کړه وړه، ناسته پاسته تعقيب او وړ بوختياوي بايد ورته ومومو.

داولادونو تر مينځ توپيردابادۍ غږ
داولادونو تر مينځ توپير
ښکارد آبادۍ غږ
ښکار
په قضا کې دښځو ونډه د ابادۍ غږ
په قضا کې دښځو ونډه
 د لوبو اسانتياوېد ابادۍ غږ
د لوبو اسانتياوې
دسون د موادو زېرمهد آبادۍ غږ
دسون د موادو زېرمه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>