ژبارونکې : ليدا ساپۍ
|  |
د نړۍ نېږدې ټول هېوادونه دخلکو ترمنځ د شخړو دهوارۍ لپاره ځانګړي قوانين او قضايي سيستم لري، چې افغانستان هم يو له دې راز هېوادونوڅخه دی. ددې هېواد په قضايي سيستم کې دنارينه وو دستونزو دحل په برخه کې دومره ستونزې نه شته لکه څومره چې دښځو په برخه کې ترسترګوکيږي. ددې کار لامل په قضايي سيستم دښځو دونډې کموالی ګڼل کيږي. مدافع وکېلې قاضي جميلې وويل: " ښځې نشي کولای دځينو محدوديتونوله امله خپلې ټولې ستونزې يوه نارينه وکيل ته ووايي." ددې کار لپاره په قضايي سيستم کې دنارينه وو ترڅنګ دښځوونډې ته ډېره اړتيا ليدل کيږي." خو داسلام سپېڅلې دين پدې برخه کې څه احکام لري؟  | | | په قضاکې ښځې دنارينه وو قاضيانوپه پرتله کولای شي ديوې ښځې ستونزې ښې درک کړي. |
مولوي بابه جان سيغاني وويل چی په قضاکې ښځې دنارينه وو قاضيانوپه پرتله کولای شي ديوې ښځې ستونزې ښې درک کړي. ددې ترڅنګ هغې ښځې، چې له تاوتريخوالي يا هم کوم تيري سره مخ شوې وي، نشي کولای خپل راز يوه نارينه وکيل يا قاضي ته ووايي، له دې کبله په قضايي سيستم کې دښځوونډې ته ډېره اړتيا ده. |