ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | په افغانستان کې دوه ډوله پيازکرل کيږي: سره پياز، چې کمې اوبه لري او سپين پياز، چې خام هم خوړل کيږي. |
د افغانستان ډېری کليوال له بازارڅخه داړتيا وړ موادو دپېرېدلو آسانتياوې نلري، له دې امله هغوی ځينې کرنيز محصولات دژمي لپاره ساتي، چې يو له دې راز محصولاتونه پياز دي. د کرنۍ کارپوهان پيازنازک نبات بولي، چې لږه بې پروايي دهغه د خرا بېدولامل کيږي لکه په ډېره سړه ياهم ډېره توده هواکې دپيازو ساتل. په افغانستان کې دوه ډوله پياز کرل کيږي، سره پياز، چې کمې اوبه لري اوپه پخلي کې کارول کيږي اوسپين پياز چې دپخلي ترڅنګ خام هم خوړل کيږي. يوشمېر بزګران په ژمي کې دپياز له خرابېدو سرټکوي، خو يوشمېرنورويې د ساتلولارې چارې موندلې دي. دا شمېربزګران وايي، چې که چېرې پياز په آزاده هوا او تاري بوجيو کې ذخيره شي، ترډېره وخته پورې نه خرابيږي. . دا چې پياز ولې خرابيږي، په اړه يې دکرنې کارپوه، محمدامين بيات داسې وويل: "که چېرې دپياز پاڼې دپياز دغوټې ترڅنګ پرې شي، يولړ مکروبونه پياز ته ننوځي او هغه خرابوي.  | | | دپياز پاڼې دې دپيازله غوټې څخه په واټن کې پرې شي، څوپياز ژرخراب نه شي. |
ددې لپاره، چې پياز ترډېره وساتل شي، له ځمکې څخه تر اېستلو وروسته دې کم تر کمه تر(4) اوونيو پورې په پټي کې دلمر وړانګو ته وچ شي. په دې موده کې دې پياز په منظمه توګه وکتل شي، خراب دې له هغه بيل اوبيادې سړو خونوته ولېږدول شي. د سړو خونو هوا بايد صفر درجه او لنده بل يې له (60-70)درجور پورې وي، چې پدې توګه کولای شو پياز له (6-8) مياشتوپورې وساتو." |