BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:56 گرينويچ 2011 ,29 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: لاسي صنايع

لاسي صنايع
يوشمېرمېرمنې لاسي صنايع دښکلالپاره دکارولوترڅنګ هغه پلوري هم.
له پخواوختونو راپه دېخوا افغاني مېرمنې جامې، خولۍ، دستکش، جرابې، غالۍاو نور ډول، ډول نفيس شيان په لاس جوړوي.

يوشمېر مېرمنې دغه لاسي صنايع له يوې خواد ښکلا لپاره کاروي او بله پلوه يې پلوري هم او له دې لاري څه ناڅه د ژوند ورځنۍ اړتياوې پوره کوي.

که څه هم نن سبا په بازار کې ماشيني صنايع ډېرې دي، خو بيا هم لاسي صنايعو خپل ارزښت نه دی بايللی.

فهيمه دتخار ولايت اوسېدونکې وويل، چې خلک ورته مرۍ راوړي، دا ورته د اجورې په بدل کې رنګارنګ څېزونه اوبي.

ددې لپاره، چې لاسي صنايع خپل ارزښت له لاسه ورنکړي اوله منځه ولاړ نه شي، يوشمېر مېرمنې او موسسې په دې برخه کې له مېرمنوسره مرستې کوي.

د افغانو مېرمنو د پراختيا موسسې رييسه مېرمن ثريا بهربادي په دې ائه داسې وويل:

"يو شمېر ښځې مو د لاسې کارونو د جوړولوپه برخه کې په کار ګمارلي ، چې لباسونه او نور زينتي شيان جوړوي.

ثريابهره بادي
دافغان مېرمنودپراختياموسسه دمېرمنولاسي صنايع په ننداتونونوکې هم پلوري.

دې مېرمنو ته تار،ټوکر او داسې نور مواد ور باندې ويشو او دوی لاسې څيزونه ترې جوړوي چې بيا يې په نندارتونونو کې پلورو."

ددې ترڅنګ ياده موسسه د کليوالو مېرمنو لاسي ګنډنې هم په دې نندارتونونو کې نندارې او پلورنې ته وړاندې کوي.

له واکسيناتورانوسره مرستهد آبادۍ غږ
له واکسيناتورانوسره مرسته
دمميزو ساتنهد آبادۍ غږ
دمميزو ساتنه
 د مڼو ساتنهد آبادۍ غږ
د مڼو ساتنه
حرفه يې زده کړ ېد آبادۍ غږ
حرفه يې زده کړ ې
له مبايل نه ناوړه ګټه اخيستلد آبادۍ غږ
دمبايل ناسم کارول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>