محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | په هره وسيله د يوچا آزارول داسلام دسپيڅلي دين له اساساتوسره په توپير کې دي. |
مبايل د خلکو ترمنځ په کار کې اسانتيا وې رامنځته او او ږده واټنونه يې رالنډ کړي، خوپه افغانستان کې يو شمېرخلکو مبايل دخلکو دځورولو په وسيله بدل کړېدی. داچې له مبايل نه ناوړه ګټه څه ته وايي، دمحمد نسيم په نامه يوه تن بې موخې مسکال ورکول اوپه مبايل دپرديوښځوتصويرونه اخيستل يادکړل. هغه وويل، چې په کلي کې يې يوتن په مبايل ديوې نجلۍ تصوير اخيستی او دنجلۍ يوه خپلوان ته يې ورښودلی و. دنجلۍ کورنۍ هغه پدې تور ووهله، چې ګوندې په رښتيا يې دهلک سره ناوړې اړيکې لري. ددې ترڅنګ په مبايل کورنۍ تصويرونه اخيستل نورې ناوړې پايلې هم لري. دساري په توګه دمبايل ورک کېدل. پدې حالت کې کيدای شي ياد مبايل دداسې چالاس ته پرېوځي، چې کورني تصويرونه په هرځای کې خپاره کړي. خو د اسلام سپېڅلی دين پدې برخه کې څه حکم کوي، په اړه يې قاضي کفايت الله ساپي داسې وويل:  | | | په افغانستان کې يوشمېرکسانو مبايل دخلکود ځورونې په وسيله بدل کړی دی. |
"داسلام سترپيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) فرمايلي، چې يو څوک هغه وخت کامل مومن کيدای شي، چې بل مسلمان يې دلاس اوژبې له زيان نه په امن وي. دټليفون په وسيله يو چاته آزار ورکول هم په همدې زيانونو کې راځي، ځکه چې ديوه مسلمان حيا اوعزت ته پکې سپکه سترګه کتل کيږي." |