محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | انګور دې په هوادار ځای کې يوله بل نه په واټن کې راوځړول شي. |
د افغانستان په ځينو سيمو کې خلک د انګورو بڼونه لري، چې يو شمېر بڼوال انګورپه بازار کې پلوري خوشمېرنوربيا له انګورو نه دمميزو جوړول ګټور بولي. دافغانستان شنه مميز د نړۍ په بازارونو کې ځانګړی ځای ، خو داسې بڼوال هم شته چې دشنومميزوپه جوړولو کې له ستونزو سره مخ کيږي. رحمت الله دغزي ولايت اوسېدونکي وويل، چې نوموړی انګور په خونه کې دچت له دستکونورا ځوړندوي خوبياهم مميز يې تور او پوره نه وچيږي. محب الله يوبل بڼوال دمميزو دجوړولو لپاره دميزان مياشت غوره وګڼله، ځکه پدې مياشت کې دانګورو دانې ډکې اوډېرمميزترې ترلاسه کيږي. د کرنې وزارت دبڼوالۍ درياست يوتن کارکوونکي سرمحقق صاحب داد پاک بين دښومميزو د جوړولو دلارو چاروپه اړه داسې وويل:  | | | دشنو مميزود جوړولو لپاره دميزان میاشت غوره ده، چې دانګورو داې ډکې وي. |
" مميز دې په بالاخانه کې په داسې ځای کې راځوړندشي، چې تازه هوا ورته ورسيږي او له وچېدوسره سم دې راټول اوپه هره بورۍ کې دې ترلسوکېلوزيات وانه چول شي. بورۍ دې يو دبل پرسر نه کېښودل کيږي بلکه په واټن کې دې ځای پر ځای شي، چې په مميزو فشار رانه وړل شي." |