BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:18 گرينويچ 2011 ,20 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادي غږ : په ميوه لرونکو ونو کې کنډ

د ونې کنډ
د ونو منظمه دواپاشي او شاخچه بري په مېوه لرونکوونوکې دکنډ دپيداکېدومخنيوی کوي.
دافغانستان په کليو او بانډو کې دخلکو اقتصاد په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ ولاړ دی، چې له دې جملې نه بڼوالۍ ته زياته پاملرنه شوېده.

کله نا کله يو لړ آفات او ناروغۍ دبڼ حاصل کم يايې بيخي له منځه وړي او دونو د وچېدو لامل هم کيږي.

کنډ هم يو له هغو ستونزو نه شمېرل کيږي، چې کله په ميوه لرونکو ونو کې زيات شي دبڼ حاصلات کم او يا هم د وچېدوله ګواښ سره يې مخ کوي.

د کابل دپغمان دقلعه منو دکلي اوسيدونکي محمدا جان څه له پاسه څلورسوو ونوتېر کال کنډ نېولی و، چې ځينې ونې يې وچې اوحاصل يې ونکړ.

داچې دکنډ دپيدا کېدو مخنيوی څرنګه کيدای شي و دميدان وردګودجلرېز اوسېدو نکي د ونوپه ډډ دچونې اووهل اوکارتن ترې تاوول ګټور وبلل.

خو کنډ څرنګه پيدا کيږي، هدايت الله عمر خېل دکرنې اوبڼوالۍ دبرخې کارپوه يې په اړه داسې وويل:

دهوا يودم بدلېدل، يانې يودم ډېره تودېدل يا هم ډېره سړېدل اوپه مني کې دونوشاخچه بري هم دکنډ دپيداکېدو لامل کيدا ی شي.

کنډناروغي نه ده خو کله چې په باکترياباندې بدله شي، ونه نشي کولای په سمه توګه غذا ټول بدن ته ورسوي، چې پدې توګه دهغې دوچېدل لامل کيږي.

د مېوه لرونکو ونوکنډ
په مېوه لرونکو ونوکې دکنډ ډېرېدل دونودوچېدو لامل هم کيږي.

د کرنې کارپوهان دنيل توتيا، ژوندۍ چونې او شړشموتېلو ګډول اوپه ونه دهغې وهل ددې ستونزې په مخنيوي کې ګټور بولي.

ددې ترڅنګ پخپل وخت دونو دواپاشي او شاخچه بري هم د ونو دکنډدپيداکېدو په مخنيوي کې مرسته کوي.

دخټکيومچاند ابادۍغږ
دخټکيو مچان
د ماشوم له وهلو مخنيوید ابادۍ غږ
د ماشوم له وهلو مخنيوی
د ماشوم وهل او رټلد ابادۍ غږ
د ماشوم وهل او رټل
 دکبانو پالنه د ابادۍ غږ
دکبانو پالنه
د زردآلوراټولولد ابادۍ غږ
دزردآلو را ټولول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>