BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:29 گرينويچ 2011 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: دزردآلو را ټولول

د زردآلوراټولول
زردآلودې ډېرپښېدوته نه پرېښودل کيږي اوپه سړه هواکې دې راټول شي، لمر يې خرابوي.
په وروستيو څوکلونوکې په افغانستان کې خلکودپخواپه پرتله دميوو بڼونوته زياته مخه کړې، چې له هغې ډلې نه يې يو هم دزردآلوبڼونه دي.

ددې کارلامل بڼوال دنورو ميوو په پرتله دزردالوژر پخېدل اودپلورلو لپاره بازارته دهغه وړاندې کول ګڼي.

يوشمېربڼوال دزردآلوميوې په فني توګه نه راټولوي،چې پدې ډول يې ميوه ژرخرابه او له زيان سره مخ کيږي.

دزرد آلو دميوې په کاروبار کې يوشمېرکسان ښې تجربې لري،چې له هغې جملې نه يويې هم دميدان وردګودجلرېز اوسېدونکی حاجي امين دی.

هغه هر کال دزرد آلوبڼونه په اجاره اخلي اوميوه يې په مسلکي کسانوراټولوي، چې د ميوې دراټولوپرمهال له ځانګړودست کښو کار اخلي.

دکرنې دکارپوهانوپه ويناد زردآلود مېوې راټولوونکو ته ښايي، چې په ونه کې ترې ميوه ټپ پيدا نکړي، چې په کارتن کې نورې ميوې ته هم زيان رسوي.

غوره ده، چې زردآلوپه يوه ځل راټول نشي او تر راټولولو وروسته دې جوړله ټپي هغوبېل او په کارتنونو کې دې ځای پر ځای شي.

زردآلو
ټپي زردآلودې له روغوهغوبيل شي، چې نوروته زيان پېښوي.

زردآلو دې ډېرپخېدوته نه پرېښودل کيږي او هڅه دې وشي، چې په سړه هوا کې راټول شي، ځکه چې لمر ور ته زيان اړوي.

ددې ترڅنګ دې دا ميوه په کارتنونوکې دځای پرځای کولو وروسته پرته له ځنډنه بازارته ولېږدول شي، چې له خرابېدويې مخنيوی وشي.

دزعفرانوکښتد ابادۍ غږ
د زعفرانو کښت(دويمه برخه)
د زعفرانوکښتد ابادۍ غږ
دزعفرانو کښت
کتابتوندآبادۍ غږ
په کليو کې کتابتون
 دنيالګيوپيوندولد آبادۍ غږ
د نيالګيو پيوندول
دسواد زدکړه دابادۍ غږ
دسواد زدکړه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>