 | | | دپيوند ټپ ته دې اوبه ونه رسي او پداسې لښته کې دې ولګول شي، چې باد يې ونه ښوروي. |
د افغانستان ډېری بڼوال هڅه کوي داسې مېوه لرونکي نيالګي وکري، چې ښه حاصل ترې ترلاسه کړي. ددې موخې دترلاسه کولو لپاره دنيالګي ښه جنس ته اړتياده، چې دپيوندله لارې لاسته راځي. دپغمان يوتن بڼوال بسم الله وويل، چې پيوندخسکي ونې په مېوه لرونکوبدلې اوزړو ونوته ځواني اوقوت ورکوي. د کرنې کارپوه محمد عمان حنيفي هم دبڼ لرونکوخبرې تاييد اوزياته يې کړه، چې پيوند دونوقداو اندازه هم کنترولي. پيوندشوې ونې نورو ونوته مزاحمت نه کوي اوله يوې ښې ونې بې شمېره ورته ونې لاسته راځي. دپيوندزخه بايدپه سمه توګه له لښتې بېله شي. دا زخه دې د يوې کلنې لښتې له منځنۍ برخې واخيستل شي او وروسته دې پيوندشوی ځای داسې وتړل شي، چې هوا ور دننه نشي. پيوندکېدونکې ونې دې له پيوندنه يوه اوونۍ مخکې اوبه کړای شي اوترپيوندوروسته دې تريوې مودې پورې هرمازيګر اوبه کړای شي.  | | | دپيوندزخه دې ديوې کلنې لښتې له منځنۍ برخې واخيستل شي.. |
پيوند دې پداسې مهال ترسره شي، چې پوټکې له لښتې په اسانۍ جلا شي. هڅه دې وشي، چې دپيوند ټپ ته اوبه ونه رسيږي اوپيوند دې پداسې لښته کې ولګول شي، چې باد يې ونه ښوروي. |