BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:21 گرينويچ 2011 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: تېږې ماتول

دتېږو ماتولو خطرونه
دتېږو ماتولو پرمهال دې يوموظف کس دنورو دژغورنې لپاره څاروکړي.
د افغانستان په يوشمېرکليوالو سيموکې خلک دکرنې اومالدارۍ سربېره دحلالې روزي دپيداکولو په موخه يو لړ درانه کارونه هم ترسره کوي، چې يو له دې کارونونه دتېږو ماتول دي.

هغوی په غرونو کې تيږې په مارتول، جبل، برمه ياهم په سُرنګ چوي، چې دا کار له ځان سره دمرګ خطرونه هم لري.

خو څه وکړو، چې دپېښېدونکوخطرونوڅخه ځان او نور وژغورو، پدې اړه عبدالجبار دکابل دپغمان يوتېږې ماتوونکي داسې وويل:

"کله چې په مارتول يا جبل تېږې ماتوولومړی خپل ځان ته داسې ځای جوړوو، چې پښې مو پکې ټينګې شي اوبيا دتېږو دپارچې دالوتلولورې څارو."

ددې ترڅنګ له غره نه دتېږو درالغړولو پرمهال يو موظف کس لاندې دريږي، چې بل چاته زيان ونه رسيږي.

تېږې ماتوونکی
تېږې ماتوونکي ته ښايي، چې دتېږې دالوتلولوری ځانته مالوم کړي.

په سُرنګ دتېږې دالوځولوپرمهال هم بايدشاوخوا وڅارل شي، چې په نېږدې ځای کې څوک موجود نه وي.

دډينامټ دچاودلو پر وخت تېږې ماتوونکو ته ښاييٍ، چې خپل ځانونه په خوندي ځای کې پټ کړي.

دپخته ګک ناروغيدابادۍ غږ
دپخته ګک ناروغي
دبدل وادهدابادۍ غږ
دبدل واده(دويمه برخه)
د بدل ودونه د آبادۍ غږ
د بدل ودونه
د سايبينوکښتد آبادۍ غږ
دسايبينو کښت
دسايبين بوټی د ابادۍ غږ
دسايبين بوټی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>