م. حماس دبي بي سي د تعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | سايبينوته په لومړي پړاوکې ديوه جريب ځمکې لپاره (25) کيلوګرامه توره سره ورکوي. |
دسايبينو کښت په افغانستان کې نوی پيل اودکرنې وزارت لخوا په يوشمېر ولايتونوکې په ازمايښتي ډول کرل شوي، چې ښه پايله يې درلودلې ده، خوډېری بزګران ورسره بلدندي. دصنعتي بوټومتخصص عبدالواسع کوچي وويل، دسايبينولپاره لازمه ده، چې روغ اويوډول تخم غوره شي. دسايبينودکرکيلې وخت دغوايي له ( 15) پيل خوپه تودوسيموکې په دوبي کې دغنموله حاصل وروسته کرل کيږي. دسايبينولپاره دې ځمکه وتره، اضافي بوټي اوکاڼي دې ترې ليرې شي. وروسته دې له (20-25) سانتومتروپورې ځمکه ژوره واړول شي. ځمکه دې دويالوپه بڼه جوړه اوپه يوه ځای کې دې دسايبينودرې دانې يوله بله د (20) سانتي مترو په واټن کې يوسانتي متر ژورې خښې شي. سايبين په څلورمه ورځ اوبه او اتمه ورځ راشنه کيږي. په پيل کې په اوونۍ کې يوځل او وروسته په دوو اوونيوکې يوځل اوبه ورکول کيږي. سايبينوته دې په لومړي پړاوکې ديوه جريب ځمکې لپاره (25) کيلوګرامه توره سره ورکړل شي.  | | | سايبين دې درې، درې دانې يوله بله د (20) سانتي مترو په واټن کې يوسانتي متر ژورخښ شي. |
سايبين په سلو ورځو کې رسيږي، ترګل وروسته شنه پلي اوبيا ژيړيا نصواري رنګ پيدا کوي. داهغه وخت دی، چې سايبين بايدورېبل شي. درېبلو غوره وخت يې مازيګريا ترغر مې مخکې ټاکل شوی دی، چې هواډېره توده نه وي. |