BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:33 گرينويچ 2011 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: زده کړه او سياسي فعاليتونه

زده کړه او سياسي فعاليتونه
دښځوښوونه او روزنه دهغوی په سياسي فعاليتونوکې دپام وړ رول لوبولی شي.
د افغانستان دولت اودنړۍ نور هېوادونه په سياسي او حکومتي چاروکې دښځو له ونډې څخه کلک ملاتړ کوي.

ډيری کارپوهان پدې اند دي چې دمېرمنو ښوونه او روزنه دژوند دنورو برخو ترڅنګ په سياسي فعاليتونو کې هم ډېره اغيزه لري .

دبلخ پوهنتون استاد فاروق خپلواک په دې اند دي، چې که چېرې ميرمنې زدکړي ولري تر بېسوادو مېرمنوبه پخپلوکارونوکې هم ډېرې بريالۍ وي.

يوشمېرمېرمنې، چې پخپله سواد نلري، دخپلو سياسي فعاليتونودپرمخ بېولولپاره نورې سوادلرونکې مېرمنې په کار ګماري.

ميرمن رستم خيل دبلخ ولايت دمېرمنودچارويوې فعالې په داسې کارونو ګمارل شوې مېرمنې بريالۍ ونه ګڼلې.

هغې ددې کارلامل دګمارل شوو مېرمنوپه نظريانوکې خپلواکي نه درلودل وښود.

زده اوښځوسياسي فعاليتونه
په ليک لوست پوهې مېرمنې په سياسي فعاليتونوکې ښې ځلېدلی شي.

په سياسي فعاليتونو، دساري په توګه په تېروټاکنوکې باسواده مېرمنودخپلې خوښې وړاو نالوستودخپلونارينه په خوښه کانديدته رايه ورکوله.

دهېوادپه ودانۍ او سياسي فعاليتونوکې دښځوونډې اخيستنې ته دزمينې برابرولوپه چاروکې قومي مشران اوملاامامان غوره رول لوبولی شي.

هغوی دکلتوري او اسلامي ارزښتونه په پام کې نيولو سره کولای شي دکليوالو ذهنيتونه روښانه کړي،څو خلک په ښوونځيوکې دنجونوداخلولوته تيار شي.

له نشې مخنيوي د آبادۍ غږ
له نشې مخنيوي
د کوکنارو بديل دابادۍ غږ
د کوکنارو بديل
دمخدره توکو قاچاقدابادۍ غږ
دمخدره توکو قاچاق
ښځې اوله کورنه بهرکارد آ بادی غږ
ښځې اوله کورنه بهر کار
 د ښوونځيوجوړولد آبادۍ غږ
د ښوونځيوجوړول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>