BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:38 گرينويچ 2011 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آ بادی غږ : ښځې اوله کورنه بهرکار

پلوشه صابري
" هيله مې درلودله سوداګره شم، چې له نېکه مرغه خپلې دې هيلې ته ورسېدم."
د افغانستان په ليرې پرتوسيموکې ډېری ښځې له کورنه بهرکارکول دخپلې راتلونکې لپاره ګټور بولي، خودکورنۍ مشران دهغوی ددې رازهڅومخنيوی کوي.

ذکيه دکاپيساولايت هغه مېرمن ده،چې غوښتل يې له کورنه دباندې دخياطۍ کسب زده کړي، خو دکورنۍ دمشرانوله مخالفت سره مخ شوه.

ددې برسېره په يوشمېرکليواوبانډوکې له کورنه بهردښځوکارکول ان که ډاکتري هم وي، دځان لپاره شرم اودپېغوروړ عمل ګڼي.

خو ددې سره سره يوشمېر ښځې ديولړستونزپه زغملو توانېدلي ، چې خپلې کورنۍ ته دقناعت په ورکولو ځانته دکار زمينه برابره کړي.

يوه له دې راز مېرمنونه دکابل دقره باغ اوسېدونکې پلوشه ده، چې دخپلې خوښې سره برابريې دسوداګرۍ کسب ته مخه کړېده.

هغه شمېر مېرمنې، چې پخپلوهڅوکې بريالۍ شوېدي،پدې باوردي، چې په ټولنه کې شتو رواجونو په ښځودمشرانودباورکچه راټيټه کړېده.

فتانه ګيلاني
دمېرمنوټولنې دهېوادپه ولايتونوکې دښځودستونزو دحل لپاره مرکزونه پرانيستي دي.

پدې برخه کې دافغانستان دښځوټولنې مشرې فتانې ګېلانې وويل، چې هغوی ددې راز محدوديتونودله منځه وړلولپاره يولړاقدمات ترسره کړيدي.

دې ټولنې ښځو دستونزودحل اوهغوی دکاري آسانتياوودبرابروپه موخه دهېواد په ډېرو ولايتونوکې مرکزونه رامنځته کړيدي.

 د ښوونځيوجوړولد آبادۍ غږ
د ښوونځيوجوړول
جبري ودونهد آبادۍ غږ
جبري ودونه
غيرقانوني سفرونهد آبادۍ غږ
ناقاقونه سفرونه
کلی او روږدي کساند آبادۍ غږ
کلی او روږدي کسان
ژمی او سفرد آبادۍ غږ
ژمی او سفر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>