BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:32 گرينويچ 2011 ,05 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: کلی او روږدي کسان

په کليوکې روږدي کسان
په کليو کې دنشه توکوکر او موجوديت په نشه يي توکودځوانانودروږدېدو لامل کيږي.
په وروستيو کلونوکې دافغانستان په کليواوبانډوکې د روږدو کسانو شمېره ورځ تربلې زياته شوېده.

د روږدوکسانوپه زياتوالي سره په کليوکې دغلا او دې ته ورته نورو ناوړه پېښوپه شمېره کې هم زياتوالی راغلی، چې خلکوته يې اندېښنې زېږولي دي.

دنشه يي توکوپروړاندې دمبارزې وزارت وياند، عبدالقيوم ثامرپه (2010) کال کې په افغانستان کې دروږدوکسانوشمېره (920)زره تنه وښوده.

داشمېره د(2005)کال په پرتله دروږدوکسانوپه شمېرکې زياتوالی ښيي، خو په نشه يي توکو دروږدېدولاملونه څه دي؟

يوشمېرخلک بې روزګاري، دروږدوکسانوسره انډيوالي اودکورونيو لخواد اولادونو ښوونې او روزنې ته نه پاملرنه يې لاملونه بولي.

ددې ترڅنګ دميدان وردګو ولايت اوسېدونکی احمدضيا بياپه کليو کې دنشه توکوکر او موجوديت دځوانانودروږدېدو لامل وګاڼه.

کلی او روږدي کسان
بې روزګاري او له روږدوکسانوسره ناسته پاسته پاسته هم په نشه دروږدېدو لاملونه کيدای شي.

خو ددې ستونزې دحل لاره څه ده؟ دکابل دشکردرې د تاج محمد دکلي اوسېدونکي پاينده محمد دوی خپل ځوانان دښوونځيو ويلو ته تشويق کړيدي.

هغوی دنشه يي توکودکارونې په ضرورونودپوهاوي لپاره دکلي له ملاامام اونورو مخورومرسته اخيستې او ترڅنګ يې دنوروکليوروږدوکسانوته اجازه نه ورکوي، چې دې کلي ته لار ومومي.

کانکورته تيارید ښارغږ
کانکور ته تياری
ماشوم ته پخپل وخت خواړهدښارغږ
ماشوم ته پخپل وخت خواړه
دکوڅوپاکوالید ښارغږ
دکوڅوپاکوالی
دموټروبېځايه درېدل د ښارغږ
دموټروبېځايه درېدل
په فاتحه کې لګښتد ښارغږ
په فاتحه کې لګښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>