BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:38 گرينويچ 2011 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: کانکور ته تياری

کانکورته تياری
هغه کسان، چې دکانکوردتياري کورسونه شي تعقيبولی، کولای شي په کورونوکې سبق ووايي.
په افغانستان کې زده کوونکي له دولسم ټولګي نه تر فراغت او دکانکور دآزموينې تر تېرولو وروسته دهېواد پوهنتونونوته دلار موندنې چانس مومي.

دکانکور په آزموينه کې د هغو کسانو دبري زياته شونتيا شته دی، چې دکانکوردآزموينې لپاره يې ښه تياری نېولي وي.

سميع الله دکابل ښار ديوه ښوونځي زده کوونکي تېرکال دکانکوردآزموينې لپاره تياری نه درلود، چې په پايله کې په آزموينه کې پاتې راغی.

خوموسکا دکابل دښارهغه زده کوونکې ده، چې له نهم ټولګي نه يې دکانکوردآزموينې لپاره تياری نيولی او پخپل بري پوره ډاډمنه ده.

خو دکابل پوهنتون دژورناليزم دپوهنځي استاد شفيق الله وردګ دښوونځي ددورې وروستي درې ټولګي دکانکورد آزموينې لپاره سرنوشت ټاکوونکي وګڼل.

پدې دوره کې زده کوونکو ته ښايي، چې خپلوزده کړوته ځانګړې پاملرنه وکړي، څودکانکورپه آزموينه کې بريالي شي.

کانکورته تياری
دکانکور په آزموينه کې هغه کسان بريالي کيږي، چې دآزموينې لپاره يې پوره تياری نيولی وي.

ددې ترڅنګ يوشمېرزده کوونکي دکانکوردتياري لپاره ځانګړي کورسونه تعقيبوي، خو هر زده کوونکی دکورس لګښت نشي پوره کولای.

دا کار دلوړو زده کړودترسره کولو په برخه کې هغوی ته خنډپېښوي. پدې صورت کې هغوی ته ښايي په کورونوکې دکانکورلپاره لازم تياری ونيسي.

ماشوم ته پخپل وخت خواړهدښارغږ
ماشوم ته پخپل وخت خواړه
دکوڅوپاکوالید ښارغږ
دکوڅوپاکوالی
دموټروبېځايه درېدل د ښارغږ
دموټروبېځايه درېدل
په فاتحه کې لګښتد ښارغږ
په فاتحه کې لګښت
ځوانان په کوڅو کېدښارغږ
ځوانان په کوڅو کې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>