شريف الله، شريف دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | که دکوڅې پاکوالي ته پاملرنه ونشي، چاپېريال ککړاوراز، راز ناروغۍ رامنځته کيږي. |
پاکي دايمان برخه ده، خو دښارونو ځينو اوسېدونکو داټکی له پام نه غورځولی او د خپل چاپېريال په ځانګړې توګه دکوڅو پاکوالي ته پاملرنه نه کوي. دکوڅو پاکوالي ته نه پاملرنه ددې لامل کيږي، چې چاپېريال ککړ اوراز، راز ناروغۍ رامنځته شي. خو شمېرښاريانو دې ټکي ته پاملرنه کړېده. زمری دکابل ښار اوسېدونکي دکوڅې له اوسېدونکو پيسې ټولې او خپله سيمه يې پرې پاکه ساتلې ده. ددې ترڅنګ يوشمېر خلک دکوڅې دپاک ساتلو په موخه اشر رابولي او په اوونۍ کې يوه ورځ خپله سيمه له خځلوپاکوي. که چېرې ټول ښاريان دې ته ورته کارونه ترسره کړي، له يوې خوابه يې چاپېريال پاک ساتلی او له بله پلوه به يې خپل ځان او کورنۍ له ناروغيو خوندي کړې وي. |