 | | | دهټيو ترمخ دويالوپاک ساتل دښارپه ښکلا اودمشتريانوپه ډېروالي کې ځانګړی رول لري. |
لکه څرنګه چې دکور پاکوالی اړين دی هماغه شان دښارپاکوالي ته هم بايدځانګړې پاملرنه وشي، خو يو شمېرښاريان دې ټکي ته پاملرنه نه کوي. ډېری وخت ليدل شوي، چې ځينې دکانداران خځلې ددکان ترمخ وياله کې غورځوي، چې داکار دويالې دبندښت لامل کيږي . ددوی داکار دپېرودونکوسربېره هټيوال هم له ستونزو سره مخ کړي، ځکه چې د پېرېدو نکو شمېر يې ورځ تربلې کميږي. پتنګ دکابل ښارهغه هټيوال دی، چې دورځې دوه سوه افغانۍ ګټه کوي، خوپنځه سوه افغانۍ ښاروالۍ ترې دناپاکۍ له امله جريمه اخلي.  |  لکه څرنګه چې دکورپاکۍ ته اړتيا ده، هماغه شان دښارنظافت هم اړين دی.  |
که چېرې هټيوال دخپلودکانونو ترمخ ويالې پاکې وساتي اوخځلې په ټاکلوځايونوکې واچوي، هم به ښارپاک وساتي او هم به يې ګټه ډېره شي. حاجی فريددکابل دښارديوه مارکيټ څښتن له هټيوالويوه اندازه پيسې راټولوي، چې دمارکيټ مخه پرې پاکه وساتي. پدې ډول دهغوی دمشتريانوپه شمېرکې هم زياتوالی راغلی دی. |