 | | | کورنيوته ښايي، چې خپل اولادونه دبايسکل ځغلولوپه خطرونواو ترافيکي اشارو پوه کړي. |
بايسکل دلېږدرالېږد يوه داسې وسيله ده، چې په مرسته يې کولای شو پرته له هرډول لګښت نه په کم وخت کې له يوه ځای نه بل ځای ته ولاړ شو. همدارازبايسکل دماشومانولپاره دساتېرۍ او ورزش غوره وسيله هم ده، خوپه واټونو دماشومانولخوا دبايسکل ځغلول يولړ خطرونه هم لري. خيبر دکابل ښارهغه (12) کلن اوسېدونکی دی، چې په عمومي واټ يې باسيکل ځغلاوه، بريک يې کار ونکړ، موټر وواهه اويوه پښه يې له لاسه ورکړه. سمونوال شېرآغا د کابل ښار د ترافيکو د لومړي ټولي آمر د دې ډول پېښو لاملونه دکورنيو نه پاملرنه اودترافيکي قوانينونه مراعات وباله.  | | | بايسکل دماشومانودساتېرۍ وسيله ده، خوپه واټونو ځغلول يې يولړ خطرونه هم لري. |
کورنيوته ښايي، چې خپل اولادونو ته دبايسکل تر پېرېدو مخکې هغوی دبايسکل ځغلولو په خطرونواو ترافيکي اشارو پوه کړي. ددې ترڅنګ ټول بايسکل چلوونکي بايد دبايسکل ترځغلولومخکې دباسيکل برېکونه اوټايرونه چک کړي اوداسې کسانوته ښايي، چې دسړک دښۍ خواغاړې ته ولاړشي. |