 | | | په خامه سړکونو دموټرو د ځغلولو لاملونه يوشمېر خلک دډرېورانوبې پروايي بولي. |
د افغانستان په ډېری ښارونو کې يو شمېر عمومي او فرعي سړکونه خام دی، چې له کبله يې ښاريان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له دې ستونزو څخه يوه يې هم په خامه کوڅو اوسړکونو دموټر دتګ راتګ ستونزه ده. حکيم جان دکابل دقلعه زمانخان اوسېدونکي وويل: " په خامه کوڅوکې دموټرو ګړندي تګ زياتې دوړې اوچتوي، چې له امله يې خلک دخپل کور نظافت نشي مراعاتولي او په راز، راز ناروغيو اخته کيږي." ددې ترڅنګ په خامه سړکونو دموټرو ګړندي تګ دکورونو پرخاوندانوبرسېره هټيوال هم زيانمن کړي دي. دبادام ګل دکابل ښار يوترکاري پلورونکي هټۍ د خامه سړک پرغاړه ده، چې دزياتو دوړو له کبله يې ترکاري خرابه او مشتريان يې ترې نه اخلي. په خامه سړکونو دموټرو د ځغلولو لاملونه يوشمېر خلک دډرېورانوبې پروايي او يا د ډرېورۍداسنادو نه درلودل بولي.  | | | په خامه سړکونودموټرو ګړندی تګ دخاورو اودوړو لامل اوراز، راز ناروغۍ پيدا کوي. |
يوشمېر ښاريانوبيا دې ستونزې ته دحل لار پيدا کړېده، چې له هغې ډلې نه يوهم دکابل اوسېدونکی شفيق الله دی. نوموړي دخپل کور ترمخ بوټي کرلي اوپه خامه سړک يې شګه اچولې، چې دګلانو داوبه کولو پرمهال سړک هم آبپاشي کوي، چې ترډېره برېده يې داستونزه حل کړېده. |