شريف الله شريف دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | دڅاه له اوبونه دګټې تراخيستلومخکې دې هغه واېشول شي يادې هم کلورين پکې واچول شي. |
اوبه دپروردګارستر نعمت اوټول ژوندي موجودات ورته اړتيا لري ، خوډاکتران د څښلو لپاره پاکې اوبه لازمې ګڼي، ځکه چې ککړې اوبه دبېلابېلوناروغولامل کيږي. پدې ناروغيوکې اسهال، کولرا،اميب او ګڼ شمېر نورې شاملې دي. خوکابل ښاريان دپاکواوبه په لاسته رواوړلوکې څه ستونزې لري؟ بختورې وويل:"موږ دڅښلولپاره پاکې اوبه له ډېرو ليرې ځايونو راوړو، د جامو مينځلو لپاره خوبيخي داوبوراوړل راته غټه ستونزه ده." دکابل ښار يوبل اوسېدونکی اخترګل بيا په موټرسايکل اوياهم په کراچيوکې له ليرې ځايونوپاکې اوبه ترلاسه کوي. ددې ستونزې لاملونه دکابل دملکي خدمتونودانستيتيوت ټرېنر محمديعقوب دنلونو او لاسي بمبوکموالی اوترڅنګ يې دشتوذخيروککړ والی وښود. شريف الله دکابل يوبل اوسېدونکي وويل، چې دهغوی دسيمې اوسېدونکوپيسې ټولې اوکورونوته يې نلونه وغځول او داستونزه يې حل کړه.  | | | له ککړواوبوڅخه دڅښاک اوخوراک لپاره ګټه اخيستل دراز، راز ناروغيو لامل کيږي. |
خو داچې ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزوله امله نشي کولی کورونوته نلونه وغځوي اويا هم بمبې کښېنوي څرنګه پاکې اوبه ترلاسه کولی شي؟ دا شمېر کورنی کولی شي چې دڅاه ګانوله اوبوڅخه ګټه واخلي،خو لومړی دې هغه اوبه ښې واېشوي اويادې هم له ګټې اخيستلو مخکې ټاکلې اندازه کلورين په اوبوکې واچوي. |