 | | | دغير اخلاقي سايټونو کتل تنکي ځوانان ژر له جسماني اړخه کمزوري کوي. |
انټرنيټ د بشريت د ډېرو مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کيږي، چې ډېراړين مالومات په کم وخت کې دانسان په واک کې ورکوي. له انټرنيټ نه دژوندپه هره برخه کې سالم مالومات ترلاسه کولای شو، خوپه افغانستان کې يوشمېر خلک له انټرنيټ کلپونوڅخه شکايت کوي. مصطفی د کابل ښار يوتن اوسېدونکي وويل چې يوشمېرتنکي ځوانان دغيراخلاقي سايټونو دکتلو لپاره انټرنيټ کلپونوته ځي. داچې د غيراخلاقي سايټونوکتل زلميانوته کومې ستونزې پيدا کوي، د کا بل پوهنتون داروا پوهنې دپوهنځي استاد ستارالدين صديقي وويل: "دغير اخلاقي سايټونو کتل تنکي ځوانان ژر دځوانۍ پړاوته وردننه او له جسماني اړخه يې کمزوری کوي اودهغوی دزدکړې اوپرمختګ خنډ ګرځي." مومنه د کابل ښايوه بله اوسېدونکې بيا مينه لري، چې دانټرنيټ کلپ له لارې له نوې تکنالوژۍ سره ځان آشنا کړي. خو ددې ډول ستونزو درامنځته کېدو لاملونه څه دي؟ علي احمد کابل ښار ديوه انټرنيټ کلپ مسوول کورنۍ اودانټرنيټ کلپوخاوندان دواړه ګرم وبلل.  | | | په کورونواوښوونځيوکې دانټرنيټ آسانتياوې برابرول ځوانانله بې ځايه بو ختياوو ژغوري.. |
هغه وويل چې کورنۍ خپلو اولادونوته جېب خرڅ ورکوي خوپوښتنه ترې نه کوي چې په کومه لاره يې لګوي او دانټرنيټ کلپونوڅښتان هم خپلې ګټې ته ګوري. دځينو په اند ددې ستونزې دحل لاره په کورونواو ښوونځيوکې دانټرنيټ دآسانتياوو برابرول او له تعليمي اوتفريحي سايټونوګټه اخيستل دي. |