BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:58 گرينويچ 2010 ,21 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ : ټلفوني اخلاق

تلفونی اخلاق
ټلفوني ځورونې ځينې وخت په کورنيو کې د تاوتريخوالي لامل هم کيږي
ګرځنده ټلفون ( مبايل ) د انسانانو په ژوند کی يوه لويه لاسته راوړنه بلل کيږی . ددی وسيلې په مرسته کولی شو د نړۍ په هرګوټ کې د خپلوانو او دوستانو سره خبرې وکړو.

دم ګړۍ د افغانستان ډېری اوسېدونکي ګرځنده ټلفون ته لاسرسی لری خوله بده مرغه يو شمېر کسان له دې وسيلې ناوړه ګټه اخلي او نور پرې ځوروي.

محمد ياسين د ننګرهار اوسېدونکي وويل چې دا شان کسان دنورو ځورونه ساعتيري بولي، خو دده په اند داکار يوه اخلاقي نيمګړتيا ده.

خيبرصافی په کابل کی د يوې مخابراتي شبکې کارکونکی ددې کار لاملونه قصدي او ځينې وخت بې روزګاري هم ګڼي.

ټلفوني ځورونې ځينې وخت په کورنيو کې د تاوتريخوالي لامل هميشنۍ زړه بداوی پيدا کوي.

نتکۍ د کابل ښاريوې اوسېدونکې وويل چې ټولګيوالې يې نوی واده کړی و، خو بې ځايه ټلفوني ځورونوهغه له خپل مېړه نه بېله کړه.

ددې کارددوام په صورت کې ټلفوني شبکوته په شکايت کولوسره يې مخه نيول کيدای شي.

ټلفوني اخلاق
ټلفوني ځورونې اخلاقي نيمګړتيا ده چې ډېرې وخت له بې روزګارۍ نه رامنځته کيږي.

ددې شان پېښود مخنيوي يوه لاره هم دکورنيولخوا داولادونوپوهول دي چې له بې ځايه زنګ وهلو ډډه وکړي.

ځورونې داسلام په مقدس دين کې منع شوي دي.د کابل د دولسمی ناحيې د ابو حنيفه جومات خطيب مولوی الحاج برکت داسې کسان ګناه کاران وګڼل.

د راستنېدونکو تعليمي اسنادد ښارغږ
د راستنېدونکو تعليمي اسناد
د نوماندانوتصويرونه د ښارغږ
د نوماندانوتصويرونه
له ناروغ سره سلوکد ښار غږ
له ناروغ سره سلوک
د وخت ضايع کولد ښار غږ
د وخت ضايع کول
په دکانونو کی د ګاز خطرونهد ښارغږ
په دکان کی د ګاز خطرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>