 | | | په شخصي ودانيو دنوماندانو دتصويرونوځړول يوشمېرخلکوته ستونزې زېږولي دي. |
د روان کال د چنگاښ د مياشتې په دويمه نېټه د افغانستان د ټاکنوخپلواک کميسيون دپارلماني ټاکنو لپاره انتخاباتې مبارزې په رسمی ډول اعلان کړې. دم ګړۍ د ښارونو په بېلابېلو ځايونوکې دنوماندانوغټ اوکوچني تصويرونه ترسترګو کيږي، خو ددې تصويرونو دځړولو موخه څه ده؟ فوزيې د کابل يوې اوسېدونکې وويل چې پدې توګه خلک دنوماند له څېرې، انتخابي نښان اودرای ورکوونې له شمېرې سره اشنا کيږي. يوشمېرنوماندانو خپل تصويرونه دخلکوپه شخصي ودانيواو دولتي ځايونوکې لګولي چې خلکوته يې ستونزې زېږولي دي. شهاب الدين دکابل ښارديوه کلب څښتن وويل چې دکلب لوحه يې نوماندانودخپلو تصويرونوپه ځړولو خرابه کړې ده. دافغانستان د ټاکنو د قانون پر بنسټ هيڅ نوماند ددولت له اجازې پرته نشي کولی خپل تصويرونه په هر ځای کې وځړوي. په نامناسبو ځايونوکې دداشان تصويرونوځړول که له يوې خوا خلک له ستونزو سره مخ کوي،له بله پلوه دښارپه ښکلاهم ناوړه اغېز لري.  | | | په نامناسبوځايونو کې د نوماندانود تصويرونو ځړول د ښارښکلا ته هم زيان اړوي. |
ددې ستونې دحل لپاره د ولسي جرګې يوې نوماندې وويل چې غوره به وي نوماندان خپل تصويرونه تر ځړولو مخکې په يوه ټوکرونښلوي. پدې ډول به له ټاکنو وروسته داشان تصويرونه بېرته په اسانۍ راټول اودښارپه ښکلاه به بده اغېزه ونکړي. ددې ترڅنګ په بل بوردونوکې دښاروالۍ په مرسته دنوماندانودتصويرونوځړول هم ددې ستونزې دمخنيوي بله لاره ده. |