 | | | که چېرې دټاکنوپه اړوندخبرتياوې واورئ دټاکنوپه ورځ به له ستو له نزوپه امن کې وئ. |
هر هغه افغان چې د(18) کلنۍ عمر يې بشپړ کړی وي، حق لري چې په ټاکنو کی ونډه واخلی او د خپلی خوښی وړکانديد ته رايه ورکړی. خو دافغانستان په ځينوښارونوکې يوشمېر خلک درای کولوله پروسې سره دنابلدتياله امله له ستونزو سره مخ کيږي. محمدايرج د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی محصل چې درای ورکونې کارت يې په تخارکې اخسيتی و په تېروټاکنوکې له رای ورکولوبې برخې شو. حميرادکابل پوهنتون دساينس دپوهنځي محصله ،چې نوی يې قانوني عمربشپړکړی،نه پوهيږي چې څرنګه اوچېرې دټاکنوکارت ترلاسه کړي. دا چې د دې ډول ستونزو اصلي لامل په څه کې دی، نورمحمدنورنور دټاکنودخپلواک کميسيون وياند وويل:  | | | يوشمېر خلک د رای کولو له پروسې سره د نابلدتيا له امله له ستونزو سره مخ کيږي. |
"له دې ډول ستونزو سره هغه کسان ډېرمخ کيږی، چې درسنيوله لارې يې د ټاکنو د خپلوا ک کميسيون خبرتياوې سمې نه وي اوريدلي." د ټاکنو په ورځ د رای ورکولو کارت لرل، د رای ورکولو مرکزونو څخه پوره خبرتيا، د خپلې خوښې دکانديد تصوير، انتخاباتي نښان، شمېره اودهغه له نوم سره سمه بلدتيا کولای شي، چې د رايې ورکولو په پروسه کې مرسته وکړی. |