 | | | بېکارۍ،اقتصادي کمزورتيا، سيالي او شريکي هم د غيرقانوني مهاجرتونو لاملونه دي. |
له پخوا زمانې راپدېخوا يو شمېر خلکو د خپل ژوند د ښه والی او دښه کاروبار د پيدا کولوپه موخه له يوه ځايه بل ځای ته مهاجرتونه کول. وروسته د ملکونو ترمينځ د نظم او ښو اړيکو د ټينګښت لپاره لازمه وګڼل شوه چې خلک د پاسپورت او وېزې په درلودلو دويم هېواد ته دننه شی. خواوس هم يوشمېرافغانان دمزدورۍ اوپيسودلاسته راوړلو لپاره نورو هېوادونوته غير قانوني سفرونه کوي چې له ګڼوستونزوسره مخ کيږي. حفيظ الله د ننګرهار اوسېدونکي څلورځله لندن ته درسېدوپه موخه په زيات لګښت غيرقانوني سفرونه کړي خو يوځل هم خپل هدف ته ندی رسېدلی.  | | | يوشمېرافغانان دمزدورۍ اوپيسودلاسته راوړلوپه موخه غيرقانوني سفرونه کوي. |
داشان سفرونه د بېکارۍ،اقتصادي کمزورتيا، کورنۍ ستونزو اوکله نا کله له سيالۍ شريکۍ نه هم سرچينه اخلي. حامددکابل يواوسېدنکي وويل چې دتره زامن يې په بهرکې وو، ده هم غوښتل چې بهرته ولاړشي،خووروسته له ډېروکړاوونوبېرته وطن ته را وګرځول شو. هغه وويل چې دخپل وطن غريبي دبل وطن په پاچاهۍ نه ورکوي. |