 | | | په لوړ غږ موسيقي دانسان اعصاب نارامه او دمشتريانواونوروښاريانودآزار لامل کيږي. |
په ښارونو کې د نورو سيمو په پرتله ګڼه ګوڼه زياته او راز، راز غږونه دښارآرامه فضا په يوه له شور نه ډک چاپېريال بدلوي. خو داشور يوشمېرکست پلورونکو اودهوټلونوڅښتانو نورهم زيات کړی دی. هغوی په دومره لوړغږ موسيقي غږوي چې نور هټيوال يې له ګڼوستونزو سره مخ کړي دي. امين الله دکابل ښار يودکانداروويل چې هغوی دمشتريانوپه خبروسم نه پوهيږي اونه هم په مبايل کې دچا غږ اورېدلی شي. خو ددې ترڅنګ يو شمېر دوکاندار پدې برخه کې له پوره احتياط نه کار اخلی او خلکو ته مزاحمت نه پېښوي. شهباز چې په کابل کې د کسټونو او سی ډی دکان لری، لوډسپيکرونه يې په دکان کې د ننه اېښي اوپه ټيټ غږ کسټ آزمويي اوبېرته يې بندوي.  | | | په ښارونوکې دکسټ اوسي ډي پلورونکو لوډسپيکرونوخلک له ستونزو سره مخ کړيدي. |
په لوړ غږ دموسيقي اورېدل له يوې خوا دانسان اعصاب نارامه کوي او له بله پلوه دمشتريانواونوروښاريانودآزار لامل کيږي. که چېرې پدې برخه کې ټولنيزنزاکتونه په پام کې ونيول شي، هم به موخپل ګاونډيان خوښ ساتلي اوهم به مو دمشتريانو پام ځانته را اړولی وي. |