 | | | خوځينوښاريانو محلی او کوچني کتابتونونه جوړ کړيدي چې دهماغې سيمې خلک ترې ګټه اخلي. |
په ښارونو کې يو شمېر خلک دمطالعې لپاره په آسانی کولای شي له عامه کتابتونو نه کتاب لاسته راوړي خو يوشمېرنوربيا پدې برخه کې ستونزې لري. حميده لودين د کابل ښاريوه اوسېدونکې دخپلې اوسېدونې په سيمه کې دکتابتون اوکتاب پلورنځي له نشتوالي سرټکوي. خوځينوښاريانو محلی او کوچني کتابتونونه جوړ کړيدي. پدې اړوند ادريس اکبري،ديوه محلي کتابتون څښتن وويل: زموږمشرانوپرېکړه وکړه چې هره کورنۍ دې دخپل توان په اندازه دې کتابتون ته کتابونه راوړي، چې پدې توګه پدې برخه کې زموږ ستونزه حل شوې ده. داډول کتابتونونو هغو کسانوته چې اقتصادي ستونزې لري ډېره ګټه رسولې ده. همداراز ځينې کسان دجوماتونوله کتابتونونو هم ګټه اخلي.  | | | دښارونويوشمېراوسېدونکي دمطالعې لپاره کولای شي له عامه کتابتونو نه کتاب لاسته راوړي. |
دکابل ښاريوبل اوسېدونکی حشمت الله په فارغ وخت کې دبې ځايه ګرځيداپه ځای دجومات له کتابتون نه کتابونه اخلي اومطالعه کوي يې. که چيرې د هرې سيمې اوسېدونکي دا ډول کتابخانې جوړې کړي، له يوه پلوه به په آسانی کتابونو ته لاس رسی ولري اوله بله اړخه به د خلکو علمي او معلوماتي سويه لوړه شي. |